دیمن پوځیانو د سعودی عربستان دپوځ یوشمیر افسران ونیول
دسعودی عربستان د مجتهد په نوم داینټرنیټ سایټ استعمالونکی چې د ال سعود رژیم پټ اطلاعات ایشوا کوی وویل چې دیمن پوځیانو د عربستان په سرحد کښې دسعودی عربستان یوشمیر پوځی افسران نیولی دی .
مجتهد په خپل ټویټر سایټ کښې وویل دیمن او سعودی عربستان په سرحد کښې د اووربند له ماتی وروسته دیمن عسکرو او ولسی ځواکونو دعربستان په جنوب کښې په عسیر سیمه کښې دسعودی عربستان د ځواکونو دقوماندان عبدالله قحطانی په شمول یو شمیر پوځی افسران ونیول .
په عین حال کښې دیمن پوځ او ولسی ځواکونو پرون په مارب او تعز ولایتونو کښې دسعودی عربستان له ګوډاګیانو سره دجنګ په جبهو کښې روښانه پرمختګونه لرل .
دیمن پوځ او ولسی ځواکونو د تعز ولایت په جنوب کښې د وازعیه ښار مرکز په کامل ډول ونیوه .
دیمن خلک او ولسی ځواکونه په داسې حال کښې په خپل هیواد دسعودی عربستان له تیریګرو سره دوه(۲) کلن جنګ ته ورداخل شوی چې تیریګرو هیوادونو چې په سر کښې یې سعودی عربستان دی دیمن دخلکو پرضد جنګ کښې هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړی او دجنګ په جبهو کښې د حکومتی عسکرو اوسنی بریالیتوبونه دیمن ددښمانانو د پلانونو دماتی ښودنه کوی .
دیمن مظلوم خلک د سعودی عربستان دوهابی چارواکو د استکباری خوې او د زیات غوښتنې او دلویدیځو هیوادونو دوسلو له خرڅلاو د ترلاسه شویو اقتصادی ګټو قربانی دی
Add new comment