د لاهور د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر ۷۰ ته ورسید
د پاکستان په لاهور کښې د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر ۷۰ تنو ته رسیدلی په داسې حال کښې چې کابو ۳۰۰ ټپیان دی. په پنجاب صوبه کښې درې ورځې ویر اعلان شو.
د یو رپوټ له مخی له دې امله چې دا چاودنه په ګلشن اقبال نومی ستر پارک کښې د ماشومانو د لوبو او ځانګوګانو سره نزدې شوې ده، زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان دی.
د پاکستان پولیس وایی چې په چاودیدونکو موادو کښې د چرو کارول سبب شوی چې د دې ترهګرې چاودنې له امله د مړو او زخمیانو شمیر دومره زیات شی.
د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف په ټوله صوبه کښې درې ورځې عمومی ویر اعلان کړ.
اخو د سند صوبې اعلی وزیر قایم علی شاه هم پخپله صوبه کښې یوه ورځ عامه عزا اعلان کړې ده.
د لاهور پولیسی سرچینو ویلی چې دا یوه ځانمرګې چاودنه وه.
په طالبانو پورې پیئلې جماعت الاحرار ډلې د یادې چاودنې پړه منلې ده.
د دې ترهګرې حملې د زیاتره زخمیانو د حالت خرابوالی ته په پام سره د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال ډیر دی.
Add new comment