په بلخ کښې افغان پولیسو شپږ طالبان نیولی دی
د افغانستان پولیسو ویلی چې په بلخ ولایت کښې یې په یولړ عملیاتو کښې د طالبانو ډلې شپږ غړی نیولی دی.
د شینهوا خبری آژانس د خبر له مخې د بلخ ولایت د پولیسو مشر وویل: د افغانستان د ملی امنیت ځواکونو بیګا د ځایی ځواکونو په ملتیا د طالبانو د پټن ځایونو خلاف یولړ عملیات ترسره کړل.
په دغو عملیاتو کښې شپږ طالب وسله وال نیول شوی دی.
د پولیسو د اعلان له مخې، د افغانستان د ملی امنیت ځواکونه په دغو عملیاتو کښې همداشان د طالبانو د څو میله وسلو، مهماتو او زرغرده ګاډو په نیولو بریالی شول.
په یادو عملیاتو کښې امنیتی ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
Add new comment