په سوریې کې د داعش یو اصلي مشر ووژل شو

د امریکا د این بي سي چینل د راپور له مخې د سوریې دپوځ ځواکونو پرون  په یو لړ عملیاتو کې د داعش تکفیري ډلې دوهم لمبر مشر عبدالرحمان القادولي  وواژه .
د سوریې ځواکونو پرونه د دمشق د  ریف په ختیځې غوطې کې  ترهه ګرو ته درانه تاوانونه ورسول او یو شمیر ترهه ګر یې ووژل .
د سوریې پوځي ځواکونه پرون  په یو لړ عملیاتو کې د سوریې دلویدیځ  په حمص ولایت کې تدمر ښار ته ننوتل  او د دغه شار تاریخي کلا یې له ترهه ګرو ازاده کړه . 

Add new comment