د ایران او سنی عربانو ترمنځ لانجه؛ د اسرائیلو لپاره بی سارئ فرصت دی
د اسرائیلو د ها آرتص خبری آژانس په یو راپور کی ولیکل: اسرائیل د ایران او عربستان لانجه او کړکیچ په د قیقه توګه تعقیبوی. اسرائیل باید، د ایران او حزب الله له نفوذ څخه د مخنیوی کولو لپاره، نه یواځی عربستان ته؛ بلکه سنی عربو هیوادونو ته لا زیات نږدی شی.
د اسرائیلو د ها آرتص خبری ویب سایټ په یو تحلیلی رپوټ کی ولیکل: هر څومره چی د ایران او سنی عربانو ترمنځ لانجه زیاته وی، او د خلګو پام ځانته واړوی، د اسرائیلو امنیتی ګواښونه به لا لږ شی.
دغه رپوټ زیاتوی: همدا اوس سنی هیوادونه، په اسرائیلو باندی د نیوکې له کولو څخه په لا زیاته اندازه، د ایران سره مقابلې ته علاقمن دي. حاضر دمه، د عربو- اسرائیلو، او یا یهودی- مسلمان د مقابلې پر ځای، د سنی- شیعه لانجه او مقابله مطرح شوې ده، او د فلسطین کور واګه تشکیلات، او یو شمیر ترهه ګرې ډلې، د سعودی عربستان تر څنګ دریدلي دي؛ نه د ایران تر څنګ. او حتی د ایران او حزب الله په ضد جګړه کی برخه لری.
همداراز دغه رپوټ په دوام کی زیاتوی: دا یو زرین فرصت دئ چی اسرائیل باید له هغه څخه، یوې څو اړخیزې سولې ته د لاس موندلو لپاره، استفاده وکړی. په منځنی ختیځ کی اوسنیو کړکیچونو، په سیمه کی داسرائیلو د موقعیت د ښه والی سره مرسته کړې ده.
د ویلو وړ ده، سعودی شهزاده« ترکی بن فیصل آل سعود» چی د عربستان د استخباراتو د سازمان له پخوانیو رئیسانو څخه دئ؛ په ۲۰۱۴ م کال کی، څرګنده کړه: په راتلونکو خبرو اترو کی باید، د اسرائیلو سره د عربانو د سولې له وړاندیز سره موافقه وشی. ده، په هماغه کال کی، په ها آرتص کی یوه مقاله چاپ کړه، او د سولې په زمینه کی یی خپل توګی او نظریی بیان کړې.
Add new comment