په کابل کې د امریکا سفارت ته نزدې په یوه چاودنه کې یو پولیس ژوبل شو
رویټر خبري اژانس د افغانستان د پولیسو په حواله وایي چې په دغه چاودنه کې چې پرون مازیګر د کابل د ختیځ په دپلمات میشته سیمه کې د امریکا سفارت ته نزدې د یو کمپلکس مخې ته د بم د چاودنې له امله وشوه یو پولیس ژوبل شو او څو کورونو ته تاوانونه واوښتل .
د کابل د پولیسو مرستیال سالم الماس وویل چاودیدونکي موادو په یو سایکل کې ځای پر ځای شوې وو.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې خو د تیرو ورته حملو مسوولیت طالبانو منلی وه.
Add new comment