داعش ترهه ګرې ډلې د عراق په بابل ولایت کې دبیګانۍ خونړۍ حملې پړه په غاړه واخسته

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې داعش ډلې په  ټولنیزو شبکو کې د بابل ولایت په اسکندریه سیمه کې د حملو د  مسوولیت په منلو سره  په دغه سیمه کې د ترهه ګرو حملو نوی پړاو پیل کړی  دی.
په عین حال کې  د عراق د کورنیو چارو وزارت وویل چې  په دغه حملې کې کابو دیرش کسان مړه او یو اویا کسان ژوبل شوې دي.  په حملې کې د اسکندریه د سیمې مشر احمد الخفاجي او د حرکت عصایب اهل الحق ډلې مشر حسن حسین هم ژوبل شوې دي.
دا حمله په اسکندریه کې په یو پارک کې د فټ بال له ځایی سیالۍ وروسته ترسره شوې ده.

Add new comment