بان کی مون د یمن د حجه ولایت په یو بازار باندی د سعودی رژیم حمله وغندله
د مهر خبری آژانس د راپور په اساس، د ملګرو ملتو سرمنشی، د یمن په شمال لویدیځ کی، د حجه ولایت د مستبا په ولسوالۍ کی، د خمیس په بازار باندی په حمله کی، د سعودی رژیم نوئ جنایت و غانده.
د ملګرو ملتو سرمنشی، بان کی مون، پرون د یمن د حجه ولایت د خمیس په بازار باندی، په حمله کی د سعودی جنګی الوتکو جنایت غندلئ، او پدې هکله د چټک تحقیق غوښتونکئ شو.
له بلې خوا، د بی پولې ډاکترانو سازمان هم، پدغه بازار باندی د سعودی رژیم حمله غندلې، او څرګنده یی کړه: د دغه سازمان طبی ټیمونو، د حجه ولایت د عبس په روغتون کی، د یادې حملی د څه دپا ۴۰ ټپیانو درملنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چی د تیرې سه شنبې په ورځ، د یمن د حجه ولایت د خمیس په بازار باندی، د سعودی رژیم د جنګی الوتکو په ځناور ډوله حمله کی، ۱۰۷ کسان وژل شوي، او نو ۹۰ تنه ژوبل شول.
Add new comment