د اهل سنت دینی عقاید د داعش او افراط پالنې په وړاندی خنډ دي

د امریکا د کارنګې مؤسسې یو تحقیق کونکی اعلان وکړ: چی دینی عقاید، داعش ته په ګروهنه کی، د مراکش د ښاریزو ترمنځ کوم رول نه لری.
د دغه راپور سره سم، د امریکا د کارنګې مؤسسې تحقیق کونکی، محمد مصباح، په مراکش کی د داعش په هکله د عمومی افکارو او عقایدو د نظرسنجۍ نتایجو ته په  اشارې سره، ویلی دي: په مراکش کی دینی عقاید، د داعش د پلویانو او مخالفانو په معلومولو کی رول نه لری، په تیره بیا داچی؛ د ترلاسه شویو نتایجو په اساس، د داعش د پلویانو ترمنځ، د دین دارو او بی دینو کسانو شمیر، تقریباً مساوی دئ.
دا پداسی حال ده، چی د داعش پلوی د ۴ میلیونو مراکشی ښاریزو د ټولنیزو شرایطو څیړنه ښیې؛ هغه کسان چی د ژوندانه د مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، او لږ او ابتدایی تحصیلات لری؛ داعش ته لا زیاته ګروهنه لری.
د عربی هیوادونو د سیاسی څیړنو او مطالعاتو د مرکز د نظر سنجۍ په اساس، د ځوانانو د جذبولو لپاره، د تکفیری ډلو د پراخ فعالیت با وجود،  د مراکش د نږدی  ۳۴ میلیون کسیزو نفوسو څخه، یواځی  ۸ فیصده خلګ، د داعش په هکله موافق نظر لری.

Add new comment