په فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام

صهیونیسټ رژیم پوځیانو د فلسطین پرضد د خپلو جنایتونو په دوام کې، یو فلسطینی ماشوم ونیو.  
د قدس خبری آژانس د خبر له مخې، د صهیونیسټ رژیم پوځیانو پرون سهار په نیواکی قدس کې د اسراییلو پرضد عملیاتو ترسره کولو لپاره د هڅو په پلمې سره، په نیواکی قدس کې یو ۱۴ کلن فلسطینی ماشوم ونیو.
په عین حال کې صهیونیسټ رژیم یوځل بیا په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په لسګونو هیکټاره ځمکه چې له بحر المیت او اریحا ښار سره نږدې پرته ده، ونیوله.

Add new comment