د طالبانو مشر له خپلو پلویانو غوښتي له افراط او تفریطه دې ځان وساتي
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په یوه تازه پیغام کې خپلو پلویانو ته د یووالی سپارښتنه کړې او پرې یې غږ کړی، چې پر “دښمن” د وروستی ګوزار لپاره چمتوالی ونیسی.
نوموړی په دغه پېغام کې چې د طالبانو په رسمی ویبپاڼه خپور شوی ویلی، چې طالبان د بل هر وخت په نسبت اوس په ښه حالت کې قرار لری. هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې پر دښمن وروستی ګوزار ته چمتو واوسی.
اختر منصور همدا راز طالبانو ته لارښوونه کړې چې افغان ماشومانو ته له شریعت سره سم د دینی او عصری زده کړو زمینه برابره کړی، او په نظامی برخه کې دې د دولت کارکوونکی او پلویان خپل ځان ته راجلب کړی. که څه هم په وروستیو کې دسولې په اړه تاوده خبرونه خپریږی، خو د طالبانو مشر په خپل دغه پېغام کې د سولې په اړه څه نه دی ویلی.
Add new comment