آیا د عربستان له خوا وړاندیز شوی فوځي اتحاد د اسلامي هیوادونو په ګټه دی ؟

وروسته له هغه چې په سعودي عربستان کې د ۲۱ اسلامي هیوادونو ګډه فوځي مانوره تر سره شوه د عربستان شاهنشاهي رژیم د ناټو په څير د اسلامي هیوادونو د یوه فوځي او دفاعي اتحاد د جوړیدا غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز او د دفاع وزیر محمد بن سلمان د پاکستان له لومړي وزیر محمد نواز شریف او د فوځ مشر جنرال راحیل شریف سره یوه پټه غونډه هم تر سره کړه او له هغوی ېې مرسته وغوښته چې د عربستان دې وړاندیز ته د عمل جامه ورواغوندي.
پاتې دې نه وي چې د امریکا مؤثقو فوځي او سیاسي سر چینو سعودي عربستان ته د پاکستان د سیاسي او فوځي چارواکو له تګ وړاندې ویلي ؤ ټآکل شوې د پاکستان د فوځ له مشر جنرال راحیل شریف ،په عربستان کې غوښتنه وشي چې له تقاعد وروسته د ۳۴ اسلامي هیوادونو د فوځي اتحاد مشري په غاړه واخلي ځکه چې راحیل شریف د نوامبر په میاشت کې متقاعد کیږي .
د ویلو ده ، هغه مهال چې د عربستان د دفاع وزیر محمد بن سلمان له خوا د ۳۴ اسلامي هیوادونو اتحاد،بی له دې چې ډير اسلامي هیوادونه پوه شي اعلان شو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې دا موضوع ېې له رسنیو اوریدلې او هیواد ېې د فوځي اتحاد په جریان کې نه دی اچول شوی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم هغه مهال دا ایتلاف د اهل سنت هیوادونو ایتلاف بللی ؤ او صهیونیستي رژیم هم چې هره ورځ بی ګناه فلسطینیان په خاورو او وینو لړي د دې ایئتلاف له جوړیدا ملاتړ کړی ؤ .
پښتو راديو د ناټو په څير د اسلامي هیوادونو د ایئتلاف په اړه د پاکستان د پيښور چاپ د نیوز ورځپانې له مسئول مدیر ښاغلي رحیم الله یوسف زي هم نظر وغوښت چې هغه په ځواب کې وویل : حقیقت دا دی چې سعودي عربستان د تیلو له شتمنۍ برخه من دی او د مصر او پاکستان په څير د یو شمیر هیوادونو سره د بې پایه مرستو په سبب اوس ځان ته دا حق ورکوي چې د دې هیوادونو په ځای په خپله پریکړه وکړي .
د پاکستان د مشهور خبریال رحیم الله یوسف زي په وینا حقیقت دا دی چې سعودي عربستان داسې یو سیاست ته مخه کړې چې نه یواځې د دې هیواد بلکې د ټولې سیمې د اسلامي هیوادونو په زیان دی او په یمن او بحرین کې ېې په فوځي مداخلې سره ځان ته لوی جنجالونه جوړ کړي دي .
که څه هم په یمن کې ېې ماته خوړلې خو اوس دې ته ګروهنه لري چې په سوریه کې هم یمن ته ورته اقدام وکړي .
د پاکستان دا مشهور خبریال زیاتوي سعودي عربستان چې په خپله فوځي قدرت نه لري هڅه کوي د اسلامي هیوادونو له جنګیالیو په تیره د مصر او پاکستان له فوځيانو د خپلو سیاستونو په عملي کولو کې ګټه واخلي او دا هیوادونه هم، هغو مالي مرستو ته په پام سره چې له سعودي عربستان ېې تر لاسه کوي لکه څنګه ېې چې په فوځي مانوره کې پاکستان ته ۱۲۲ میلونه ډالر ورکړل تر څو دا هیواد مجبور کړي د عربستان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي ،بیا هم د عربستان غوښتنې مني  .
د رحیم الله یوسف زي په وینا که څه هم پاکستان د عربستان ډير احسانمند دی خو هر هغه څه هم نه مني چې عربستان ېې ورته وايي لکه څنګه ېې چې په یمن په حمله کې چې کابو یو کال ېې تیریږي د عربستان غوښتنه ونه منله ځکه چې په ویناېې  په پاکستان کې دیموکراسي ده ، پارلمان شتون لري ،دا هیواد د سیاسي او مذهبي ګوندونو لرونکی دی او په دې هیواد کې بیلایبل قومونه او فرقې ژوند کوي نو که دولت د عربستان هره غوښتنه ومني د پاکستان په داخل کې ستونځې را منځته کیږي .
دا فوځي اتحاد چې سعودي عربستان ېې وړاندیز کړی د استعمار امریکا او اسرائیلو پر ضد به نه وي بلکې برعکس اسلامي امت به تقسیم کړي .
د دې وړاندیز په اساس چې ډيره ډيره سیاسي او انځوریزه بڼه لري او عربستان په خپل دې کار سره هڅه کوي چې نړیوالو ته وښيي چې د اسلامي نړۍ مشري ېې په غاړه ده او هڅه کوي د هغو خطرونو مقابله وکړي چې د سعودي عربستان داخلي رژیم تهدیدوي تر څو له سقوط ېې وژغوري .
په فرانسه کې مقیم د سیمې د مسایلو کار پیژاندي ډاکتر محمد اکبر وردګ هم په دې اړه پښتو راديو ته وویل هغه فوځي اتحاد چې عربستان ېې وړاندیز کړی تر ټولو مهمه موخه ېې د خپلود منځنیو پيړیو د وخت  د موخو تعقیب دی چې امریکا او اسرآئیل ېې تر شا لیدل کیږي .

Add new comment