امریکائیان: په ترکیه کی هیڅ ځای امن نه دئ

له وروستۍ حملې او چاودنې وروسته، په ترکیه کی د امریکا سفارت، یو ځلې بیا امریکایی ښاریزو ته بیړنئ  خبردارئ ورکړئ، چی  د یو لړ  نویو حملو د کیدو احتمال شته دئ. د دی سره  په یو وخت، ترکیې ته زیاتره اروپایی ټوریسټی سفرونه هم لغوه  شوي، او یو شمیر اروپایی ټوریسټانو ، دا ښه بللې ده  چی د ترکیې د حالاتو تر آرامیدو، او  د دغه هیواد واټونو ته د امنیت تر ګرځیدو پوری، دغه ښکلی هیواد ته  خپل سفرونه وځنډوی.
په همدې زمینه کی، د ترکیې د ټولو ګاونډیو هیوادونو ؛ په تیره بیا د ایران ښاریزو ته سپارښتنه کیږی، چی د نوی کال په رخصتیو کی، ترکیې ته له  سفر کولو څخه ډډه وکړی، او د هغو ټورونو په تبلیغاتو باندی دوکه  نه شی؛ چی یواځی انقره او استامبول، نا امنی سیمې بولی.
حقیقی او رښتنې خبره داده، چی په اوسنیو شرایطو کی، د ترکیې هیڅ ځای له زیات امنیت څخه برخمن نشو بللای، او پدغه هیواد کی امنیتی شرایط، بحرانی او کړکیچن اعلان شوی دي.

Add new comment