قم باید داسلامی انقلاب زانګو او یوه تل پاتې انقلابی حوزه باقی پاتې شی

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن دقم سپیڅلی ښار علمیه حوزې دفاضلانو اوطلبه ؤد نمایندگانو په ټول کې داسلامی انقلاب په بری کې دقم دعلمیه ح وزې مقام ،بې بدیله او اغیزشیدونکی رول په بیانولو سره له علمی حوزو دانقلابی اغیزو دله مینځه وړلو لپاره ځینو هڅو ته اشاره وکړه او وې فر مائیل؛ پوهنتون او علمیه حوزې داسلامی انقلاب په رامینځةکیدا او بریالیتوب کې اوڅاره اغیزې شیندلی دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای داسلامی انقلاب په بری کې دپوهنتونی مبارزې ا و حرکت اغیزمنیدا ، داصلی عامل یعنی د روحانیّت د مبارزو دشتون په دلیل وبلله او روښانه ئې ک ړه ، دمحصیلینو مبارزې دروحانیّت دمبارزو له شتون پرته ، په چورلټ ډول دپوهنتون چاپیریال ته محدودې دې او هملته ختمیدې .
داسلامی انقلاب معظم لارښود اغیزشیندنې او هراړخیزوالی په اسلامی انقلاب کې د روحانیّت دحرکت دوې ځانګړنې وبللې او زیاته ئې کړه ، دقم علمیه حوزه له مرجعیّت او طلبه ؤ جوړه ده چې حضر ت امام خمینی دمرجعیّت دبرخې په توګه اعلامیې ورکولې او ویناو ې ئې کولې ،خو هغه برخه چې دارواښاد امام ویناوې اولیدتوګې ئې دټولنې بطن او لیر ې پراتو سیمو ته رسولې ، روحانیّت او طلبه وو .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار کړی ، که دقم علمیه حوزه نه وائ ، نو دحضر ت امام خمینی حرکت ممکنه ده بریالی شوی نه وائ او دا ، داسلامی انقلاب په رامینځةکیدا او تل پاتیکیدا :ې دقم دعلمیه حوزې رول نندارې ته وړاندې کوی .
دوی همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې داسلامی انقلاب دبڼه موندنې او دحضرت امام خمینی ترمینځ کړۍ دقم علمیه حوزه وه ، وویل ؛ داسلامی انقلاب په بریالیتوب کې دقم دعلیمه حوزې بې بدیله اوغوره رو ل ته په پام سره،اوس له علمیه حوزې دانقلابی روحیې دله مینځه وړلو لپاهر دسیسې او انګیزې شته دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټینګار سره چې باید له علمیه حوزو دانقلابی روحیې دختمولو لپاره له هرډول هڅې خطرره احساس کړو، زیاته کړه ؛ باید په فکر او تدبیّر او له حکمته ډکې پلانونې سره ، له دغې خطرې سره مقابله و کړو څو دقم علمیه حوزه تل یوه انقلابی حوزه او د داسلامی انقلاب زانګو باقی پاتې شی او په هغې کې انقلابی تفکر او حرکت پراخ شی .

Add new comment