په اچین کې ۳۳ داعش وسله وال په خپل ماین چاودنه کې ووژل شول
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې اچین ولسوالۍ کې د خپل ماین چاودنې له امله ۳۳ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سېلاب قول اردو وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د داعش ٣٣ وسله والو ته د خپل ماین چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. په ختيځ کې د سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه پرون ناوخته د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د مزدکي په سيمه کې شوې ده. سرچينې زياته کړه، داعش وسله والو غوښتل چې دغه ماين له يادې سيمې د ولسوالۍ د شډل بازار ته ولېږدوي او هلته يې ځاى پر ځاى کړي، خو په خپله پرې چاودېدلى دى. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي. اچين د ننګرهار ولايت لرې پرته او نا امنه سيمه ده، له هغه ځايه له خپلواکو سرچينو څخه د کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن کار دى او په اړه یې ډېره اتکا پر دولتي سرچينو کېږي. بلخوا د ملي امنيت لوى رياست ويلي چې موظفينو يې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو اوه کسيزه ډله چې غوښتل يې په جلال اباد کې بريدونه ترسره کړي نيولې ده. وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Add new comment