خبری سرچینو په سوریه کی د اوربند له اجرایې کیدو څخه خبر ورکړ

د المنار خبری شبکې د راپور په اساس، په سوریه کی د اوربند موافقه، د سوریې د تیرې شپې له نیمایې څخه، اجرایې مرحلې ته ورسیدله.
په سوریه کی د سره ښکیلو ډلو ترمنځ اوربند، د مسکو- واشنګټن د موافقې په اساس پیل شوئ، او پدغه اوربند کی؛ د داعش او جبهة النصره په شان ترهه ګرې ډلې نه شاملیږی.
د سوریې په چارو کی د ملګرو ملتو د سرمنشی خاص استازی، اسټفن ډی میسټورا هم، په دی باندی په ټینګار سره چی، د سوریې ټولو ډلو د اوربند په نسبت خپله پایبندې اعلان کړې ده، وویل: د دغې موافقې په اساس به، کلا بند شویو سیمو ته د خوراکی توکو د وړولو اجازه ورکړه شی.
ډی میسټورا زیاته کړه: هغه سیمې چی د جبهةالنصره او داعش ډلې، ور باندی واکمنې دی، معلومی او ټاکلی شوی، ځکه دغه دوه ترهه ګرې ډلې په اوربند کی نه شاملیږی.

Add new comment