په هلمند کښې په لس هاو ماشومان او ملکی وګړی د طالبانو له منګولو خلاص کړی شول

د افغانستان د پوځ ځواکونو په هلمند ولایت کښې د ښځو او ماشومانو په شمول په لس هاو ملکی وګړی د طالبانو له اسارته خلاص کړل.
د تهران راډیو خبریال وایی د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتی دفتر په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د ملی اردو ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کښې په بیګانیو عملیاتو کښې ۲۵ ماشومان، پنځه ښځې او پنځه سړی د طالبانو له ولکې وژغورل.
طالبانو ډلې په اړه لا څه غبرګون نه دی ښودلی.
بل خبر دا چې د افغانستان امنیتی ځواکونو بیګا د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کښې په یولړ عملیاتو کښې د ملا نصیر په نامه د طالبانو یو لوړپوړی قومندان ووژه.
د زابل د پولیسو د قومندانۍ ویاند غلام جیلانی فراهی وویل چې په یاده نښته کښې د ملانصیر دوه ساتونکی هم وژل شوی دی.

Add new comment