په افغانستان کښې د عامه سرتاوانونو په رپوټ کښې د امریکې بمباریو ته د ملګرو ملتو بې پامی
په کابل کښې د ملګرو ملتو د دفتر ((یونیما)) د هغه رپوټ له مخې چې په دوه زره پینځسم کال کښې د افغانستان په جنګ کښې د عامه خلقو د سرتاوانونو په اړه برابر کړے شوے دے زیاتره ښځې او ماشومان په دغو وژل شویو کسانو کښې شامل دی.
د دغه رپوټ مطابق له دې سره سره چې د جنګ دواړه خواوې ژمنې شوې وې چې په جنګ کښې به ښځواو ماشومانو ته زیان نه رسوی خو په عمل کښې د ټولنې دغه پرګنه زیاته زیان زغمونکې او په جنګ کښې زیاته قربانی شوې ده.
د ملګرو ملتو د دفتر د رپوټ له مخې په کابل کښې په دوه زره پینځلسم کال کښې د افغانستان په جنګ کښې یولس زره عامه خلق وژل شوی او ژوبل شوی دې چې پکې درې زره پینځه سوه پینځۀ څلوېښت تنه مړۀ او اوۀ زره څلور سوه اوۀ پنځوس تنه زخمیان شوی دی چې شپږ زره اته سوه اته پنځوس یعنې دوه شپېتۀ فیصده د طالب ډلې په لاسو او یو زر اتۀ سوه څلور پنځوس یعنې اولس فیصده تنه د افغانستان د امنیتی ځواکونو په لاسو وژل شوی یا ژوبل شوی دی. افغان حکومت دغه رپوټ نیمګړے او طالب ډلې رد کړے او یو اړخیز بللے دے.
تهران رېډیو پښتو څانګې په دې اړه د ټیلفون له لارې د افغانستان د ملی امنیت د شورا د کلتوری او مطبوعاتی برخې د مشر نجیب منلی نطر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، چې دغه رپوټ په مجموعی توګه ښۀ دے او ملګرو ملتو بشری حقوقو ته په پام سره دغه مهم او ښۀ کار ترسره کړے دے خو دې ته په پام سره چې د ملګرو ملتو دفتر په ټول افغانستان کښې په ټولو پېښو باندې اِشراف نۀ لری نو کېدې شی شمېرنې او رقمونه یې دقیق نۀ وی. په تېره بیا دا چې د جنګ ځینې پېښې یې له هیڅ یوې خوا سره نه دی تړلې. نوځکه د ملګرو ملتو لخوا په دوه زره پینځلسم کال کښې په افغانستان کښې د عامه خلقو د سرتاوانونو په باره کښې وړاندې شوې شمېرنې د تائید وړ نۀ دی.
له بلې خوا طالب ډلې هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د ملګرو ملتو دغه رپوټ په کلی توګه رد کړے او یو اړخیز یې بللے دے او ویلې یې دی چې دغه شمېرنې د هغو اطلاعاتو له مخې چې د افغانستان د امنیتی ځواکونو لخوا په کابل کښې د ملګرو ملتو دفتر ته ورکړې شوی دی اعلان شوې دی.
بله دا چې پکار دی وویل شی چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو دفتر د دغه هېواد په ټولو سیمو باندې اشراف نه لری په تېره بیا په هغو سیمو باندې چې د طالب ډلې په کنټرول کښې دی او هغه پېښې چې په دغو سیمو کښې رامنځته کیږی اصلاً نه څېړلې کیږی.
په کابل کښې د ملګرو ملتو دفتر په دوه زره پینځلسم کال کښې د جنګ سرتاوانونه یوازې دوو پرګنو یعنې طالب ډلې او افغان امنیتی ځواکونو ته منسوب کړی دی او د داعش په شان د نورو ترهه ګرو ډلو او همدارنګ د امریکې د الوتکو د پټو سترګو بمباریو په تېره بیا ډرون حملو ته په کلی توګه بې پامی شوې ده، هغه طالب ځواکونه چې په دوه زره پینځلسم کال کښې زیاتره عملیات یې په هغو ښارونو کښې ترسره کړی دی چې پکې یې د خلقو له کورونو د سنګر یا ډال په توګه استفاده کړې ده او په ښارونو کښې د طالب ډلې په خلاف علمیات ډېر سخت دی په تېره بیا هوائی عملیات، یعنې په ښاریزو سیمو کښې د دغې ډلې په خلاف بمبارۍ ډېرې پېچلې دی.
که یو طالب هدف ګرځی نو ترڅنګه یې له پینځلسو نه تر شلو پورې عامه کسان هم وژل کیږی او همدارنګ د عامه خلقو د سرتاوانونو ټول شمېر له هغه څه چې د ملګرو ملتو اداره یې په عامه توګه وړاندې کوی زیات دے. نو په دې بنیاد له یو لکو نه تر یونیم لکو پورې عامه خلق چې د ملګرو ملتو د شمېرنو له مخې په تېرو څوارلسو کلونو کښې د افغانستان په جنګ کښې وژل شوی دی صحیح او دقیق نه ښکاری او دافغانستان د مظلومو او عامه خلقو له وژل کېدو څخه د مخنیوی لپاره د ملګرو ملتو اداره پکار دی د عامه خلقو د سرتاوانونو د شمېرنې د برابرولو په ځاے په افغانستان کښې دجنګ د ختمولو په فکر کښې وی او د افغانستان د سولې پروسې ته چې له جدی ارادې نه بغېر نندارې ته وړاندې شوې ده جدیت ورکړی او هغه هېوادونه چې د دوه رنګه سیاستونو په عملی کولو سره په افغانستان کښې د جنګ د دوام په لټه کښې دی له دغه سیاسته منعې کړی چې افغان ولس هم له سولې، قرارۍ او ارامښته د ډک ژوند تېرولو حق ولری او هره ورځ د ځانونو او د خپلو خپلوانو د وژل کېدو په انتظار کښې نه وی.
Add new comment