دحضرت زینب کبری سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه (02)
حضرت زینب سلام ا...ژوند په یوې هغې کورنۍکې چې دکرامت او معنویّت زیږنده وه پیل کړ.ځکه چې دغه کورنۍ،داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)،حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا.... علیهما په څیر په لویو شخصیتونو پوښلې وه .حضرت زینب بی بی له هماغه ماشوموالی له معرفته ډک روحی او ژور فهمه برخمنه وه . حضرت زینب بی بی یوه هغه واړه ماشومه وه چې دخپلې مور بزرګوارې حضرت زهرا سلام ا... علیها تاریخی خطبه ئې چې داسلام له بډاې معارفه ډکه وه ، حفظ کړه او پخپله دهغې یوه راوئۍ شوه . دوی دخپل پلار حضرت امام علی علیه السلام په مکتب کې په علمی کمالاتو او اخلاقی فضایلو سره لویه شوه . حضرت زینب بی بی وروسته وروسته دخپل ډیر هوش او پوهې په دلیل په :: عقیله :: مشهوره شوه . عقیله ،یعنی هغه میرمن چې ډیره فهیمه او متفکره وی . همداراز د :::آفتاب درحجاب :: نومې کتاب په یوې بلې برخې کې لولوو::::::
::: د تا عبادت ، عفت ،عرفان ،زهد او کمال اوفضل په درست اسلامی جهان کې انګازې کولې ؛ که چا ویل ، عالمه ؛ که چا وئیل ،:: عارفه :: ،که چا وئیل ::: فاضله :::: نو ټول ذهنونه دتا په لور ګرځیدل، دټولو زړونو الوت هم د تاپه لور ګرځید. .......
خلکو پخپل تاریخ ،مخینې او خیال کې دتا په شان څوک نه شول پیداکولئ،دتا له مور حضرت زهرا پرته چې ته ئې زیږولی او دتا روزونکې وه . له دې امله ئې تا ته د صدیقه صغری (یعنی واړه صدیقه ) وئیل . ته دخپلې کورنۍ دسترګو تور وې او دیوې جینۍ عزت هم دتاپه څیر عزت نه درلود:::::
کله حضرت زینب سلام ا... علیها د واده ترعمره ورسیده ، نو ډیر خواستګاران ئې درلودل ؛ خو دخپل آکا زوی عبدا... بن جعفر ته واده شوه . عبدا...یو شتمن عرب ؤ . خو حضرت زینب هیڅکله له مادی ژوند پورې زړه ونه تړه . عبدا...بن جعفر طیّار د : موته : په جنګ کې شهید شوی ؤ . هغه په سخاوت ډیر مشهور ؤ او د بنی هاشمو قبیلې یو ویاړ شمیرل کید. په :آفتاب حجاب : نومې کتاب کې دحضرت زینب دژوند په باب بیا داسې راغلی دی:::
؛؛؛ دعلی دلور خواستګاری کوم آسان کار نه ؤ ؛که څه هم خواستګار د علی وراره عبدا... بن جعفر طیار وی او دپیغمبر اکرم له کورنۍ سره خورا نزدې کس ، دعبدا... عاقبت څوک واسطه کړ چې دغه پیغام دعلی غوږونو ته ورسوی او دامهم ورڅخه وغواړی . هغه سپین ګیری چې واسطه شوی ؤ ؛دپیغمبر اکرم په کلام استناد وکړ چې ؛ دمونږ لوڼه دمونږ له زامنو څخه او د مونږ زامن ، دمونږ له لوڼو څخه ، او دعلی دعاطفې دراپارولو لپاره ئې ویلی وو ، مهر هم که صلاح وګڼئ،نو دصدیقه کبری سلام ا...علیها له مهر څخه پیروی وکړو .:::::::::
واده البته دتالپاره کومه مقوله نه وه ، د نورو انجونو په شان ؛ تا ته ئې یوازې دحیات یوه انګیزه ډالۍ کوله او یوه پلمه ئې ژوندۍ ساتله او هغه حسین ؤ . یوازې دې وویل ؛ په دې شرط، چې دما: واده: مو له حُسینه جدا نه کړی .::: نو وې ویل ، نه داسې به نه کیږی ::: تا وویل ، په هرهغه ځای کې چې حسین اوسیږی اوسیږم ، وې ویل ، منوو ئې ، تا وویل ؛؛ په هر هغه سفر کې ،چې حسین ځی ، زه به ورسره ملګری اوهمسفره وم . وې وئیل ، منوو ئې :::: تاوویل ، زه ئې هم منم یعنی قبوله ده ، علی وویل ؛؛؛ قبول حضرت حق :::: او نورر راغلل او ددغه واده مبارکی ئې وویله .:::::::::
حضرت زینب سلام ا... علیها لوړ تفکر درلود ، او ځان ئې دمادی ژوند پر ظواهرو پورې ونه تړه . په همدې دلیل ئې فیصله وکړه ، د دین داحیاء لپاره له خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام سره یو ځای حرکت وکړی .دا داسې وه چې حضر ت زینب بی بی له خپلو دوو زامنو سره یو ځای له مدینې د کربلاپه لور له حضرت امام حسین علیه السلام سره په تاریخ جوړونکی او حماسی سفر کې،له خپل ورور سره یو ځای شوه او دکربلا په تل پاتې حماسې کې ئې داموی ستمکار او فاسد واکمن دمعاویه له زوی یزید سره مقابلې ته مخه کړه . په دغه ډیر لوی پاڅون کې دحضرت زینب بی بی د رسالت یوه مهمه برخه دامام حسین او دهغه بزرګوار د یارانو له شهادته وروسته وخت سره اړونده ده . له هغه وخته چې حضرت زینب بی بی ایشواکونو اوروښانه کونو ته مخه کړه . دحضرت زینب بی بی په پوهونې کې مهم ټکی ، پر عقلانیّت او پوهې ټینګار ؤ . په همدې دلیل هغې بزرګوارې ،دمنطق اواستدلال په وسلې سره ، عمومی افکار ددغه حق غواړی پاڅون اړخونو ته متوجه کړل . په کوفې کې دهغې بی بی خطبه او همداراز په شام کې دیزید په دربار کې دهغې بزرګوارې وینا اوخطبه په هغه وخت کې داسلامی ټولنې دوضعیَت داسې تحلیل ؤ چې په خورا اغیزمنو مطلبونو او ژورو ټکو سره بیان شو.همداراز په :: آفتاب حجاب :نومې کتاب کې دحضرت زینب بی بی دخطبو په بیانولو کې داسې راغلی دی ؛؛؛
::::: د دښمن پوزه دې پر خاورو موخلی ده .کار دې تر انجامه ورساوه او د ویئلو لپاره دې هیڅ پرې نه ښودل . هغه څه چې دې پریښودلی دی یوازې حیرت او حیرانتیا ده .یزید،دیزید شاوخوا خلک،په هغه ځای کې موجود لویان ، تر پردې شاښځې ،ماموران او عسکر ،ساتونکی او حتی دکاروان لارویان ټول دغو پوښتنو ته حیرانه دی چې آیا ته هماغه زینب ئې چې غمجنه ئې ؟، ته هماغه زینب ئې ، چې دزندان خوند دې څکلی ؟::::::: دغه لهجه د زندانی کیدا او محکومیّت لهجه نه ده ،دا دقدرت او مسلط کیدا لهجه ده ......... دغه ټول پروګرامونه ، مقدمات او تشریفات دتاسو د ناکامولو لپاره دی او ته ::: نه یوازې ناکامه شوی نه وې ،چې په نهایت کې په اقتدار او مقاومت سره دې دښمن لالهانده او ناکامه کړی دی :::::::
حضرت زینب سلام ا... علیها ښه پوهیدله حسین علیه السلام له یوې سیمې اویا یوه وخت سره اړه نه لری . هغې باید دحضرت امام حسین بن علی علیهم السلام دحرکت او غورځنګ اړخونه داسې تشریح اوبیان کولی چې دغه پاڅون دتل لپاره، دکړیدلو او په بندکې دملتونو الهام بخښونکی شی او همداسې هم وشول . په رښتیا چې کله انسان خپل عمر د حق په پلویتوب او د ریښتینو ارزښتونو په رامینځةکیدا کې تیرکړی ، په تاریخ کې تل پاتې کیږی، اود هغه لاره او روده به دراتلونکو لپاره الهام بخښونکی وی . په همدې دلیل ده چې نن سبا د حضرت زینب نامې او دهغې بی بی ژوندډیر زیات خلک تر اغیز لاندې راوستی دی
دجرمنی میرمن : کاریّن : له دې وروسته چې مسلمانه کیږی ، خپله نامه زینب غوره کوی . هغه ددغې نامې په ټاکلو کې خپله انګیزه داسې بیانوی ؛دحضرت امام حسین علیه السلام دپاڅون په واقعې کې دحضرت زینب بی بی شخصیّت پر ما ډیرې اغیزې شیندلی دی . زینب یوه هغه بی بی وه چې علم ،فضیلت ،شجاَعت او تقوا اوپوهه ئې په یوځّای لرله . دحضرت امام حسین علیه السلام دپاڅون پیښې د دغو ځانګړنو ټولګې له هغې سره د هغې د رسالت په ترسره کولو کې مرسته وکړه . دحضرت زینب بی بی ژوند د ما لپاره ډیر زده کونکی اوروزونکی ټکی لری او هرکله راته کوم مشکل پیښ شی، سملاسی هغه بزرګواره راته یادیږی . دزینب نامه دهغو مشکلاتو اوستونزو په اوج کې چې ئې لرم ؛ دمالپاره یو خاص آرامښت راډالۍ کوی .په همدې دلیل ده چې له مسلمان کیدا وروسته مې خپله نامه :زینب : غوره کړې وه .
Add new comment