دحضرت زینب کبری سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه

داسلام دګران پیغمبر دیوه لمسۍ او دحضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهما دګرانې لور حضرت زینب کبری سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت ټولو ته مبارکی وایو او ددغې لوئې بی بی دسیرت او عظمت او میړانې په باب مو یوه مطلب ته پام راغواړو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځی .
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دیوې داسې لوئې بی بی د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په ورځ ستاسو په خدمت کې یوو چې داسلام د تاریخ په برخلیک ټاکونکی پړاؤ کې ئې دالهی دین دخورا وروستیو آئیډیاؤ دفاع کړې او په نه بدلیدونکی ارادې او بې مخینې صبر سره ئې هڅه کړې څو دحقیقت نور خاموش نه شی . دجمادی الاول دمیاشتې پنځمه نیټه داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)دیوې ګرانې لمسۍ حضرت زینب کبری سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده . دغه لویه اوفاضله بی بی چې دهغې بزرګوارې د ژوند یو دوران ئې دکربلا له تل پاتې پاڅون سره پیوند خوړلی دی .
دحضرت زینب بی بی سلام ا... علیها دزوکړې کلیزه په داسې شرائطو کې لمانځل کیږی چې په سورئې کې د دمشق ښآر په جنوب کې دهغې بزرګوارې نورانی حرم نن سبا ډیره ولوله او پرتم لری .دغه سپیڅلی ځای په سورئې کې دجنګ اوبلواؤ په کلونو کې څوځله دتکفیری ډلو له حملو سره مخامخ شوی دی . دغه یرغلونه،له اسلامه دانحرافی اخستونونو او کږلاریو نتیجه ده .یو داسې تفکر چې یوه ورځ ئې دکربلا په دښتې کې داسلام دګران پیغمبر دیوه پاک لمسی حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه داصحابو پر پاکو جنازو د آسونو زغلول او دهغه بزرګوار دکورنۍ اسیر کول هم جایزګڼل ؛ نن سبا په یوه بله بڼه دبې ګناه خلکو عامه وژله او دپیغمبر اکرم د اصحابو او دهغه بزرګوار دلمسیانو دپاکو قبرونو ړنګول هم جایز ګڼی . دا موضوع چې داسلام دګران پیغمبر او دهغه د اهل بیت علیهم السلام دمینه والو زړونه ئې درودلی دی ؛دنړۍ له ګوټ ګوټه ددغې مینې له امله د سورئې په لور خوځیدلی دی او داسلام دګران پیغمبر او اهل بیت علیهم السلام دغه مینه وال او لیوال پخپله خوښه دحضرت زینب بی بی دسپیڅلی حرم د دفاع لپاره حاضریږی چې دغه مینه وال دحرم په دفاع کونکو ،یا په : مدافعین حرم : مشهور شوی دی
پر سوریاوالو سربیره ،عراقیان ،لبنانیان ، افغانان او ایرانیان ،پاکستانیان او او دغه راز له اروپا او امریکا هم ډیر مینه وال د حرم په دفاع کونکو کې ترسترګو کیږی . دوی نه یوازې دحرم مدافعان ، چې داهل بیت علیهم السلام دلیدتوګو اوتفکر دفاع کونکی دی،بلکې داصلی اسلام د دودونکی تفکر دفاع کونکی دی .
دحضرت زینب سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې په کلیزې کې زمونږ زړونه هم ددغې پاکې بی بی دنورانی حرم په لور ګروهمن شوی دی او مونږ ټول له زیارتوالو سره یوځای او یوه خوله پر محمد او آل محمد د ورد او سلام استوو او دخدای پاک په درګاه کې دعا کوو چې خپل نصرت او مرستې د حرم د دفاع کونکو په برخه کړی څو دپیغمبر اکرم داهل بیت علیهم ا لسلام د تل پاتې تفکر او ځلانده نامه تل ترتله سرلوړی وی او داسلام ددغو دروغجنو مدعیانو یعنی دتکفیری او جنایتکارو ډلو له ځیږې څیرې پرده پورته شی .
دحضرت زینب کبری سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وی .

**********************
د حضرت زینب بی بی دژوند اوسیرت په باب درسره وغږیږو . په اوسنۍ مطلب کې نیت لرو څو د ښاغلی سید مهدی شجاعی له لیکل شوی کتاب :آفتاب درحجاب: څخه دځینو برخو په بیانولو سره مو ددغې لوئې بی بی له ژونده خبر شوو.دغه توانمن او خوش ذوقه ایرانی لیکوال چې دپیغمبر اکرم او دهغه بزرګوار اهل بیت علیهم السلام سره خاصه مینه او عشق لری ؛ دپیغمبر اکرم داهل بیتو په مدحه او شان کې ئې ډیر کتابونه لیکلی دی . سید مهدی شجاعی پخپل :آفتاب حجاب :نومې کتاب کې پخپل روان قلم سره دحضرت زینب سلام ا.. علیها دژوند ډیرې په زړه پورې واقعې لیکلی دی او ددغې پاکې بی بی زوکړه ئې داسې روایت کړې ده ،
دهجرت شپږم کال ؤ چې تا سترګې رڼې کړې . له بل هرچا مخکې حسین د تا په زیږیدا خوشال شو . منډه ئې کړه دخپل پلار په لور او په خوشالۍ سره ئې چغه کړه ؛ پلاره ! پلاره !خدای ماته یوه خور راکړې ده ::: زهرا مرضیه بی بی وویل ؛علی جانه! دمونږ دلور څه نامه کیږدوو ؟ امام بزرګوار ځواب ورکړ ؛ زمونږ دبچیانو نامو کیښودلو سره ستاسو پلارسره ښائی ،زه دخپلې لور د نامې په کیښودلو کې له رسول ا... بزرګواره هیڅکله نه مخکې کیږم ::: پیغمبر اکرم هم په سفر تللی ؤ.کله چې راستون شو،مستقیم دحضرت زهرا کور ته لاړ . دتا مور اوپلار وویل،چې دمونږ دسترګو تور دنامې دکیښودلو لپاره تاته سترګې په لار یوو .پیغمبر اکرم په غیږې کې وینولې او پر مسکا ډک مخ ئې څپ کړې او وې فرمائیل ؛ ددغه خواږه بچی نامه کیښودل د خدای کار دی ، زه دهغې دآسمانی نامې په تمه کیږم ؛ جبرایئل راغی او له آسمانه ئې د تالپاره :زینب : نامه راوړه . ائ دپلار ښکلا

Add new comment