دسوریې په حلب کښې ګڼ شمیر وهابی ټروریسټان ونیول شول

د سوریې دپوځ په عملیاتو او په شمال کښې په حلب کښې په رتیان کلی کنټرول ترلاسه کولو کښې یو شمیر تکفیری ترهګر ووژل شول او یو شمیر نور ژوبل هم شول .
دسوریې عسکرو ګڼ شمیر تکفیری وهابی ترهګر ونیول .
دسوریې عسکر هماغه راز په مختلفو سیمو کښې دترهګرو پرضد عملیاتو ته دوام ورکوی .
دسوریې په شمال کښې دحماه ښار په شمالی سیمه کښې هم حکومتی عسکرو په ترهګرو حملې سره پینځویشت (۲۵)ټروریسټان ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .
ترهګرو ډلو ته اړونده سرچینو د لاذقیه په شمالی سیمه کښې له حکومتی عسکرو سره په پرله پسې جنګونو کښې د ګڼ شمیر ټروریسټانو په وژل کیدا اعتراف وکړ .
دسوریې عسکر هماغه راز له تکفیری ترهګرو د دغه سیمې دپاکولو لپاره خپل جنګ ته دوام ورکوی .

Add new comment