دعراق پوځ له داعش ترهګرې ډلې په سلګونو کسان ازاد کړل
ایرنا خبری اژانس وایی دعراق له ترهګرۍ سره دمبارزې ځواکونو پرون په سلګونو ملکی خلک چې په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې داعش وهابی تکفیری صهیونیسټی ډلې نیولی وو ازاد کړل .
په دغو ازادو شویو کسانو کښې ګڼ شمیر ماشومان او ښځې دی .
دعر اق پوځ او ولسی ځواکونو دغه راز په الانبا ولایت کښې د الرمادی ښار او جویبه سیمې ترمینځ یوه(۱) لاره هم له ترهګرو ازاده او پاکه کړه .
دعراق سرچینو وویل چې پرون په فلوجه ښار کښې دداعش ترهګرې ډلې د بمونو دجوړولو یوه مرکز ته نږدې په یوې بم چاودنې کښې دوه دیرش (۳۲)ټروریسټان ووژل شول .
د عراق د الانبار و لایت د عملیاتو قوماندان اسماعیل المحلاوی هم په دریو (۳)ګاډو سره چې بمونه پکښې کیښودل شوی وو دالرمادی شار په شمال د داعش صهیونیسټی تکفیری ډلې د غړیو دحملې د ناکامولو خبر ورکړ .
هغه وویل په دغو عملیاتو کښې دداعش ډلې درې(۳) ګاډی تباه شول او په لسګونو ترهګر هم ووژل شول .
په عراق او سوریې کښې داعش او نورو ترهګرو ډلو سخته ماتی خوړلی ده او اوس په تښته دی .
Add new comment