د داعش ترهه ګرې ډلې رسندویې مسؤول د عراق په صلاح الدین ولایت کی په هلاکت ورسید

د المسله خبری آژانس د راپور په اساس، د عراق د ؤلسی داؤطلبو ځواکونو قومندان، جبار المعموری، وویل: په صلاح الدین ولایت کی د داعش د رسنیو چارو مسؤول، ابو قتیبه العراقی، او د ده یو ملګرئ، د دغه ولایت په شمال کی، په پرونیو نښتو کی ووژل شول.
المعموری زیاته کړه: د داعش دغه ترهه ګر، د صلاح الدین ولایت  په شمال کی د علاس تیلی میدان ته څیرمه، د نښتو په ترځ کی په هلاکت ورسید.
همداراز په څو تیرو ورځو کی، د داعش په لس ګونه غړی او قومندانان، د سختو نښتو په ترځ کی؛ او د عراق د پوځ او داؤطلبو ځواکونو په وسیله، د علاس پر تیلی میدان باندی د دغې ترهه ګرې ډلې د حملې په شنډولو کی، ووژل شول.

Add new comment