په افغانستان کښې د فوځی شتون د دوام لپاره د امریکې چلول

 د واشنګټن پوسټ امریکائی ورځپاڼې په نقل سره زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې امریکې چې غوښتل یې په دوه زره اولسم کال کښې له افغانستانه ووځی اوس داسې ښکاری چې د څو نورو لسیزولپاره هم په دغه هېواد کښې پاتې شی.
د امریکې د فوځ لوړرتبه قوماندانان چې تر څو تېرو میاشتو پورې یې د دوه زره شپاړسم کال تر آخره پورې له افغانستانه د امریکائی ځواکونو د وتلو پلانونه کوله اوس دا احتمال ورکوی چې کېدې شی د امریکې فوځی ځواکونه تر څو نورو لسیزو پورې په افغانستان کښې پاتې شی.
دغه نظر د دوه زره پینځلسم کال په آخر کښې هغه وخت وړاندې شو چې د امریکې ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د امریکائی ځواکونو د وتلو طرح لغوه کړه او دلیل یې دا ؤ چې د افغانستان امنیتی ځواکونه په دغه هېواد کښې دالقاعدې او نورو ترهه ګرو ډلو د روزنیزو مرکزونو له فعالیته مخنیوے نۀ شی کولې او کېدې شی دغه مسئله په سیمه باندې منفی اثرات وکړی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې زیاته کړه، دامریکې په ډېموکرېټ او ری پبلېکن ګوندونو کښې د بهرنی سیاست سلاکاران د باراک اوباما د ولسمشرۍ له دورې وروسته په افغانستان کښې د امریکې د فوځی شتون له دوام څخه ملاتړ کوی. د پېنټاګون پخوانی چارواکی مائیکل فلورنای چې ویل کیږی د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د مېرمن هېلری کلېنټن د کامبیابېدو په صورت کښې کېدې شی د امریکې د دفاع د وزارت پوسټ په اختیار کښې واخلی وائی چې افغانستان داسې سیمه نه ده چې په نظر کښې ونۀ نیولې شی.
اوس پوښتنه دا ده چې په افغانستان کښې د امریکې ګټو ته په پام سره په راتلونکو وختونو کښې به څه کیږی؟ د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې د افغانستان په جنوب کښې د القاعدې د کېمپونوشتون امریکائی قوماندانان حېران کړی دی په داسې حال کښې چې د دوه زره پینځلسم کال په نومبر کښې امریکائی ځواکونو د القاعدې ستر روزنیز مرکزونه تباه کړی وو.
په افغانستان کښې د امریکې د فوځ ویاندوے جنرل وېلسن شافنر وائی مهمه نه ده چې په راتلونکی کال کښې به څه کیږی خوپه افغانستان کښې به زیاتره سیمې په راتلونکو کلونو کښې د دغه هېواد د حکومت له کنټروله ووځی چې تندلارې ډلې به په دغوسیمو باندې په تسلط سره دغه خلاء ډکه کړی. د پېنټاګون دغه لوړ رتبه چارواکے همدارنګ وائی، هغه څه چې مونږ پرې پوهیږوو دا دی چې په حقیقت کښې نه شوو کولې له افغانستانه ووځو. د افغانستان امنیتی ځواکونه هوائی، استخباراتی او لاجېسټکی ملاتړ ته ضرورت لری او دغه ځواکونه له دریو نه تر پینځو کلونو پورې نه شی کولې ځان سم او برابر کړی او په خپلو پښو اودریږی. مونږ پکار دی په افغانستان کښې د اوږدې مودې لپاره پاتې شوو.
امریکائی چارواکی په افغانستان کښې د خپلو فوځیانو د شتون د دوام لپاره هلمند ولایت ته اشاره کوی او وائی هغه سیمې چې امریکائی ځواکونو په ډېرو قربانیو او فداکاریو سره د طالب ډلې له منګولو ازادې کړې وې اوس د افغانستان د امنیتی ځواکونو له کنټروله وتلې دی او یا د وتلو په حال کښې دی.
زمونږ رېډیوپه دې حقله د ټیلفون له لارې په امریکه کښې مېشته د افغانستان د پخوانی سفارتکار عبدالحکیم اریوبی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، په افغانستان کښې جنګ او ترهه ګری له پاکستانه سرچینه اخلی. د افغانستان د دغه پخوانی ډېپلومېټ د وېنا له مخې دا پوښتنه رامنځته کیږی چې پاکستان چې د امریکې انډیوال دے ولې د دغه هېواد له خوا پرې جدی دباو نه راوړل کیږی؟ ولې د افغانستان ملی فوځ په تېرو څوارلسو کلونو کښې د کیفیت له نظره ښۀ سنبال شوے نۀ دے چې که دغه کار شوے وې نو اوس به په افغانستان کښې ترهه ګری ختمه شوې وه.اریوبی د افغانستان حکومت ته په خطاب سره وویل چې پکار دی افغان خلقو ته په مخه کولو سره دې له هغوی څخه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره مرسته وغواړی.
زمونږ رېډیو همدارنګ د ټیلفون له لارې د کابل چاپ د وېسا ورځپاڼې د مسئول مدیر محمد زبېر شفیقی نظر وغوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل چې هغۀ له ابتداء نه دا نظر لرۀ او د خپل نظر لپاره یو لړ مضبوط دلائل هم لری چې امریکې له افغانستانه د شوروی د سرۀ فوځ له وتلو نه وروسته تر لسو کلونو پورې کوشش کوۀ چې په افغانستان باندې د لښکر کشۍ زمینه برابره شی او له لښکر کشۍ نه وروسته یې لس کاله کوشش وکړ چې افغان حکومت دې ته راضی کړی چې له امریکې سره د امنیتی تړون په لاسلیکولو سره دغه هېواد ته فوځی اډې ډالۍ کړی.
پخوانے افغان ولسمشر حامد کرزے د امریکې د دغې غوښتنې په مقابل کښې ټینګ اودرېد خو اوسنی افغان ولسمشر اشرف غنی په ډېرې چټکتیا سره دغه کار وکړ او د وفادارۍ د لوړې له مراسمو نه یوه ورځ وروسته یې له امریکې سره امنیتی تړون لاسلیک کړ. نو ځکه امریکې اوس افغان حکومت داسې ځاے ته رسولے دے چې د امریکې د هرې غوښتنې له منلو نه بغېر بله چاره نۀ لری.
په داسې حال کښې چې امریکه د پاکستان په غږملتیا سره د سیمې نورو هېوادونو ته د افغانستان د جنګ د پراخولو پروګرام لری او افغان حکومت یې په دغه هېواد کښې د تش په نامه سولې د ټینګولو د غولوونکو غونډو په جوړولو کښې مشغول کړے دے او د هم دغو دواړو هېوادونو یعنې امریکې او پاکستان په مرستې سره په افغانستان کښې داعش ترهه ګرې ډلې خپل موجودیت څرګند کړے دے.
دغه مشهور افغان جرنلېسټ د ژمی په موسم کښې سختو نښتو ته په اشارې سره څرګنده کړه، د امریکې او پاکستان دوه رنګه سیاستونو ته په پام سره د ژمی په ختمېدو سره به جګړې نورې هم زیاتې شی. هغۀ همدارنګ زیاته کړه چې د افغانستان د ملی فوځ کېفیت ته د امریکې نۀ پاملرنه په همدې هدف سره وه چې افغانستان له امنیتی لحاظه امریکې ته محتاجه وی.

Add new comment