صدقه څرنګه ورکړل شی(2)
دصدقې ورکولو او انفاق کولو یو آدب دادی چې په آزارولو اومنت سره یوځای نه وی،لکه څنګه چې خداوند دقرآن کریم دبقرې سورې په ۲۶۴آیت کې خبرداری ورکوی چې،خپلې صدقې په منت او کړاؤ سره مه باطل کوئ.:
په اساسی توګه دانفاق ښکلاپه دې کې ده چې په ورین تندی او په نیکو خبرو سره وشی .دهغو ټکو اوخبرو په کارولو سره چې د اړمن احساسات او عواطف داغی کوی،نه یوازې دصدقې برکتونه او اغیزې له مینځه وړی ، بلکې یوه ستره ګناه هم ګڼل کیږی .پیغمبر اکرم(ص)هم دصدقې دورکولو په وخت داحسان اړولویامنت کولو په باب فرمائی:،پرهغه چاچې احسان اړوی جنت حرام دی .
په صدقې ورکولو،بخښلو او خواړه ورکولو کې باید هیڅکله هم بې وزلو ته په سپک چلند سره ونه کتل شی .داموضوع دومره اهمیّت لری ،چې یوه ورځ یو کس داسلام دګران پیغمبر حضور ته ورغی ، عرض ئې وکړ، غواړم د مدینې ټولو اړمنوته بلنه ورکړم او دهغوی میلمه پالنه وکړم . داسلام ګران پیغمبر وفرمائیل،دا کار غوره نه دی ، (په دې خاطر چې کله ټول سره په یوه دسترخوان کینی اوپه دې هم پوه شی چې دفقیر شونې په خاطر بلل شوی دی ، نو ځکه خپه کیږی ) . هغه کس بیا عرض وکړ، یارسول ا... نو بیا شتمنو ته بلنه ورکړم .؟ پیغمبر اکرم وفرمائیل :، نه بلکې دواړه ډلې یعنی هم بې وزله او هم شتمن سره یو ځای دعوت کړه . :
خداوندمتعال دآل عمران سورې په ۹۲آیت کې فرمائی :، هیڅکله هم نیک کار ته (حقیقت ) ته نه رسیږې مګر دا چې له هغه څه څخه چې درباندې ګران وی ،انفاق وکړې ، او خداوندمتعال په هغه څّه چې انفاق کوې ئې ، خبر دی :.پردې اساس دصدقې حقیقت هغه وخت دی چې دانسان له خوښو شیانو څخه وشی . ځکه چې په اسلام کې صدقه ورکول ، یوازې د وږو کسانو دخیټو مړول او بربنډو ته قالی ورکول نه دی ، بلکې دانفاق کونکی د روح تربیّت کول هم په ځان پسې لری . په حقیقت کې اسلام غواړی ، انسان په صدقې سره،پخپل ځان کې دهمدردۍ ،مرستې ،سخاوت او د نورو اخلاقی ارزښتونو روحیه وروزی . او په دې وسیله وده وکړی . دا چاره هاله پوره کیږی چې پخپل لاس سره دخپلې خوښې له مال اوشتمنیو صدقه ورکړی .په یوه روایت کې راغلی دی ،چې دپیغمبر اکرم یوه صحابی دخرماؤ یو انبار درلود، وصیّت ئې وکړ دهغه له مرګ وروسته ، پیغمبر اکرم دغه ټول خرما بې وزلو ته ورسوی . دهغه له مرګ وروسته دهغه دوصیّت په اساس عمل وشو ، او ټول خرما ئې انفاق کړل . پیغمبر اکرم دخرما وروستۍ دانه واخسته او وې فرمائیل :، که دغه کس پخپل لاس دغه یوازې یوه دانه خرما صدقه ورکړې وائ ،نو له دې ډیره غوره وه چې دخرماؤ دغه ستر انبار ئې دما په وسیله انفاق کړ.:
(سیماب)
Add new comment