د عربی نړۍ د چوپتیا په سیوری کې د اسراییلو د ناوړه سیاستونو دوام

د ۱۹۴۸ میلادی کال په نیواکی سیمو کې د اسلامی غورځنګ مشر اعلان وکړ چې صهیونسیټ رژیم د عربی نړۍ د چوپتیا په سیوری کې خپلو ناوړه طرحو ته دوام ورکوی.
د فلسطین داطلاع رسونې مرکز د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامی غورځنګ مشر، شیخ زائد صلاح په انتفاضه کې د فلسطین د خلکو پراخ شتون، د صهیونیسټ رژیم د ناوړه طرحو د اجرا کېدو خنډ وباله او زیاته یې کړه چې دغه رژیم د الاقصی د مبارک جومات د ویشلو لپاره، ددې جومات پرځای د کاذب معبد د جوړېدو او له دې سیمې څخه د میشتو فلسطینیانو د شړلو لپاره، دداسې منځنی ختیځ د جوړولو په لټه کې دی چې وکولای شی خپلې ناوړه موخې پرځای کړی.

Add new comment