د تهران او ریاض تر مینخ د پاکستان د لومړی وزیر مینځګړیتوب

 د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف د لوړ رتبه سیاسی او پوځی پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی.د پاکستان د پوځ عمومی قومندان جنرال راحیل شریف؛د ملی امنیت په چارو کښې د لومړی وزیر سلاکار طارق فاطمی او په بهرنیو چارو کښې د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز په دغه سفر کښې له نوازشریف سره ملګری دی.
د تهران او ریاض تر مینخ د پاکستان د لومړی وزیر مینځګړیتوب
د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف د لوړ رتبه سیاسی او پوځی پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی.د پاکستان د پوځ عمومی قومندان جنرال راحیل شریف؛د ملی امنیت په چارو کښې د لومړی وزیر سلاکار طارق فاطمی او په بهرنیو چارو کښې د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز په دغه سفر کښې له نوازشریف سره ملګری دی.دغه سفر د ایران او عربستان تر مینځ د تاؤتریخوالی د کمولو او مینځګړیتوب په موخه شوی دی. د پاکستان لومړی وزیر او ورسره پلاوی تهران ته تر سفره وړاندې ریاض ته ولاړاو د عربستان له چارواکو سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.پاکستان له عربستان او ایران سره ښې اړیکې او ملګرتیاوې لری او هڅه کوی د دواړو هیوادونو تر مینځ د تاؤتریخوالی په کمولوسره په سیمې کښې د ارامښت د ټینګولو تر څنګ په ایران او عربستان کښې خپلې ګټې هم وساتی.د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا او اوقیانوسیې د چارو مرستیال ابراهیم رحیم پور تهران ته د نوازشریف سفر مهم وباله او ویې ویل:د پاکستان لومړی وزیر هغه لومړنی بهرنی لوړ رتبه چارواکی بلل کیږی چې د برجام په اجرائی کیدا پسې ایران ته راغلی دی.
درحیم پور په وینا تهران ته د نوازشریف او ورسره د ملګری پلاوی سفر یو ورځینی دی.متقابل احترام؛رغانده او د دواړو لورو د ګټو پر اساس خبرې اترې او د ستونزو د حل لارې په توګه پر عقلمنانه ډیپلماسی ټینګار د برجام لامل شوی او دغه کړچار له سیمه ایزو په تیره بیا ګاونډیو هیوادونوسره د ایران د اسلامی جمهوریت په اړیکو کښې ډیر عینی کارندوالی لری.ګاؤنډیانو ته ځانګړی کتنه او د ښه ګاؤنډیتوب د اصل رعایتول له ګاؤنډی هیوادونو سره د ایران د تعاملاتو بنسټ دی.ایران تل له نورو په تیره بیا ګاؤنډیانوسره د خپلو اړیکو په برابرولو کښې د بنسټیز اصل په توګه پر ډیپلماسی؛ګډې ملګرتیا اوتفاهم ټینګار لری او دهمدغه اصل په چوکاټ کښې په سیمې کښې په پایښته ارامښت او د اړیکو په پراختیا پسې دی.ایران عقلمنه ډیپلماسی په سیمې کښې د امنیت او ثبات د بهیر تضمینونکی ګڼی او هیڅکله په سیمه کښې کړکیچ جوړیدل نه غواړی
د برجام اجرائی کیدا د هرې کړکیچنې رودې په نسبت د ډیپلماسی د کارندوالی پر ثابتولو سربیره وښودله ایران یو سوله غواړی هیواد دی او له هیڅ یوه په تیره بیا کوم ګاؤنډی هیواد سره د لانجو غوښتونکی نه دی.
پاکستان او عربستان د ایران دوه ګاؤندی هیوادونه دی او دواړه په اسلامی نړۍ کښې ځانګړی اهمیت لری.ایران او پاکستان په خپلوکښې سټراټیژیکه ژورتیالری او په بیلابیلو ډګرونو په تیره بیا په امنیتی او اقتصادی برخو کښې د بشپړتیا په لاره ګامونه پورته کوی.د ایران او پاکستان اړیکې او ملګرتیاوې د دواړو هیوادونو د ګټو بشپړونکی او بلاخره د دواړو هیوادونو د ملتونو او اسلامی امت په ګټه دی.د هیوادونو او ملتونو د ګټو پرځایښت په سیمې کښې د امنیت او ارامښت له ټینګیدا سره تړاؤ لری.ایران په سیمې کښې د تاؤتریخوالی د کمولو لپاره له هر ډول هڅو هرکلی کوی او په اساسی توګه کړکیچ زیږول د ایران په بهرنی سیاست کښې هیڅ ځائ نه لری او عینی بیلګه یې د برجام اجرا کیدا ده.پر دې سربیره په فارس خلیج سیمې کښې د عربستان د کړکیچ جوړونکی سیاست او له خپل کړکیچن سیاست سره د نورو هیوادونو د ملګری کولو لپاره د دغه هیواد د هڅو په وړاندې د ایران داسلامی جمهوریت د چارواکو زغم د ایران د عقلمنې ډیپلماسی د کارندوالی د اوج ښودنه کوی چې هیڅکله د تاؤتریخوالی د جوړولو په لټه کښې نه دی.
په همدې چوکاټ کښې د ایران او عربستان په اړیکو کښې د تاؤتریخوالی د کمولو لپاره د پاکستان د لومړی وزیر او د چین په شمول د نورو هیوادونومینځګړیتوب او هڅو ته تهران په مثبته سترګه ګوری.په تهران او ریاض کښې د پاکستان د لومړی وزیر په سلامشورو پسې د چین اولسمشر هم په همدې موخه په تهران او ریاض کښې د ایران او عربستان له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کوی

Add new comment