امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول

د ايران له لوري د باليستيکي ميزايلو له تجربو وروسته امريکا پر ايراني چارواکو او شرکتونو ځينې بنديزونه لګولي دي.
د نوو بنديزونو له مخې به د باليستيکي توغنديو په چاودنو کې ککړ چارواکي او يوولس ايراني شرکتونه به د نړيوالې ټولنې له لوري د کارول کېدو مالي نظام له کارولو بې برخې وي.
دا بنديزونه په داسې وخت کې لګول کيږي، چې تېره ورځ ويانا کې د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري او د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې فيډريکاموګيريني د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره په ګډه خبري ناسته کې پر ايران لګيدلي بنديزونو د پورته کولو اعلان وکړ.
تېره ورځ د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي و، چې بنديزونه پورته کېدل نړۍ سره د ايران د نوو اړيکو لپاره دروازه ده او په دې يې اړه خپل ولس ته مبارکي ورکړه.
د ايران او شپږو سترو نړيوالو قدرتونو ترمنځ تېر کال جولای کې اتومي تړون لاسليک شوی و، چې ايران به اتومي وسلې نه جوړوي.
فيډريکاموګيريني تېره ورځ ويانا کې رسنيو ته وويل، چې ايران د نړيوالې ټولنې ټول شرطونه پوره کړي او له همدې امله دوی پرېکړه کړې، چې پر ايران لګېدلي بنديزونه پورته کړي.

Add new comment