چا چې طالبان پاللی وو هماغه کسان د داعش راوستل غواړی
دپاکستان دعوامی تحریک مشر او دمنهاج القرآن موسسې بنسټګر ډاکټر طاهرالقادری نن له اسلام ټایمز خپرونې په سره دعربستان په مشرۍ د۳۴ اسلامی هیوادونو دپوځی ائیتلاف دراپورته کیدا او په دغه ائیتلاف کې دپاکستان دشاملیدو په باب په یولړ څرګندونو کې ویلی دی حکومت ته پکار وه په دغه شان ائیتلاف کې له شاملیدا مخکې ئې له خپل پارلیمان سره مشوره کړی وائ او بیا ئې کومه فیصله کړی وائ .خو واکوالان په لوټ مار ، مالی فساد او پرخلکو د ماډل ټاؤن دغمیزې په څیر له ظلمونو فرصت نه ملاویږی . دوی له ملی ګټو سره هیڅ دلچسپی نه لری . باید له ډول فیصلې مخکې ولس او پارلیمان په اعتماد کې واخستل شی .
ډاکټر طاهر القادری دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل که دعربستان په مشرۍ جو ائیتلاف دترهه ګرۍ په ضد دمبارزې لپاره جوړ شوی وی نو بیا پکې ټول اسلامی هیوادونه ولې نه دی شامل کړائ شوی ،؟ او دپاکستان نامه له پوښتلو پرته پکې شامله کړائ شوې ده نو بیا له پاکستان څخه څه غواړی باید دپاکستان واکولان په خود کې شی او داسې کوم کار دې ونه کړی چې داسلامی امت په ټوټې توټې کولو کې ونډه ولرل شی . په دغه ائیتلاف درسته اسلامی امت اندیښمن دی چې ګواکی داسلامی امت دویشلو لپاره یوه دسیسه جوړه کړائ شوی وی . هغه په عین حال کې وویل له بده مرغه په پاکستن کې چا چې طالبان پاللی وو هماغه اوس دلته دداعش پرورش هم غواړی خو که پاکستان او اسلامی امت حیثیت او عزت ته کوم تاوان ورسیږی ، نو ټول مسولیّت به ئې په موجوده واکولانو و ی
Add new comment