داعش، د امریکې لخوا د سیمې د ویشلو لاره هوارونکی

د افغانستان په مختلفو سیمو کښې له سخت ساړه سره سره د جنګ ډګرونه تاوده دي او د هلمند ولایت په زیاتره ولسوالیو کښې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ سختې نښتې  روانې دي او د سنګین ولسوالۍ په اړه د دواړو ښکیلوخواو لخوا ضد او نقیض ادعاوې مطرح کیږي. طالبان مدعي دي چې دغه ولسوالي د دوي په واک کښې ده خو حکومت وايي چې د تازه دمه مرستندویه ځواکونو په ورسیدو او په هوايي او ځمکنیو عملیاتو سره یې کابو سل تنه طالب وسله وال وژلي او د سنګین ولسوالۍ زیاتره سیمې اوس د امنیتي ځواکونو په واک کښې دي.
له بلې خوا د افغانستان په ختیځ کښې داعش ترهګره ډلګۍ هم ورځ په ورځ په پیاوړي کیدو ده. د ناټو امریکايي قومندان جنرال جان کمپبل او همداشان د امریکې دفاع وزیر شټون کارټر ادعا کوي چې داعش ډلګۍ د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار د نیولو په تکل کښې ده. د امریکايي چارواکو له دې څرګندونو ورسوته داعش په ننګرهار ولایت کښې د خلافت په نوم یوه راډیو جوړه کړه او پکښې ځانته د افغانانو د جلبولو په موخه تبلیغات کوي.
باید ووایو چې د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ د ننګرهار د ولایتي شورا د مشر احد علي حضرت او د عیني شاهدانو له قوله د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ له هجرت کلي څخه موثق خبر رارسیدلی چې د دغه کلي په تور غره (کوه سیاه) کښې د بهرنیو چورلکو لخوا یوشمیر داعشیان کوز کړی شول چې مخونه یې پټ وو او تورې جامې یې اغوستې وې.
له بلې خوا ځیني رپورټونه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو د پروسې د بیا پیلیدو بیانونکي دي. د پاکستان د خارجه وزارت سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال راحیل شریف د روانې دسمبر میاشتې تر پاې پورې کابل ته ځي څو د سولې د مذاکراتو د بیاپیلولو په هکله د افغانستان د حکومت له چارواکو سره خبرې اترې وکړي. خو افغانان دا خل د سولې پروسې ته زیاته هیله نه لري. البته د افغانستان حکومت هیله من دی چې وايي اسلام آباد ته د اشرف غني په وروستي سفر کښې چې د آسیا زړه نومې غونډه کښې د ګډون په موخه وشه، پاکستاني چارواکو ورسره د دې کار لپاره پخه ژمنه کړې ده.
تهران راډیو په دې لړ کښې د ټیلیفون په لیکه، د طالبانو ډلې د ویاند ذبیح ا... مجاهد نظر وپوښته چې هغه په ځواب کښې وویل: ترڅو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کښې موجود وي، د سولې پروسه هیڅ معنا نه لري. خو د افغانستان د سټراټیجکو څیړنو د دفتر مشر غلام جیلاني ځواک صیب په دې لړ کښې مونږ ته وویل چې امریکا او پاکستان په حقیقت کښې یو بل او ډیر خطرناک پروګرام لري او غواړي چې د خلکو په تیره بیا د افغانانو لپاره یوه دروغجنه هیله او امید راپیدا کړي. هغه وویل چې امریکا او پاکستان په افغانستان کښې د داعش د پیاوړتیا په لټه کښې دي خو په عین حال کښې هڅه کوي چې د افغانستان حکومت هم ړنګ نه شي بلکې هغه په ډیر کمزوري حالت کښې وساتي.
غلام جیلاني ځواک د امریکې د لوړرتبه پوځي ځواکونو او همداشان د پینټاګان دې رپورټ ته په اشارې سره چې افغانستان به په برخو ویشل شي چې په ختیځ کښې به یې داعش، په سویل ختیځ کښې یې حقاني ډله او په سویل او سویل لویدیځ کښې به یې طالبان او القاعده او همداشان د ترهګرو ډلګیو تیت پرک ځواکونه به د افغانستان په شمال کښې دیره شي، وویل چې په حقیقت کښې دا د امریکې سټراټیجي او پروګرام دی چې موخه یې د مینځۍ آسیا د هیوادونو، چین او روسیې ناامنه کول دي او د امریکې دا سټراټیجي دومره خطرناکه ده چې له ټولو هیوادونو زیاته یې روسیه اندیښمنه کړې ده. همدا وجه ده چې روسیې له داعش سره د مبارزې لپاره، حتی له طالبانو سره هم تماس نیولی، لکه څنګه چې د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف انټرفاکس نومي روسي خبري آژانس ته په مرکه کښې په ډاګه وویل چې له داعش سره په مبارزه کښې د روسیې او طالب ډلې ګټې یوشان او برابر دي او په افغانستان کښې د داعش په هکله معلومات د طالبانو له لارې ترلاسه کوي. باید وویل شي چې ضمیر کابلوف د افغانستان له حکومت سره د مرستې لپاره هم د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل چې روسیه پر افغانستان د ایم، آيي-۲۵ ډوله چورلکو خرڅولو ته چمتو ده خو له دې امله چې روسیه په دې موضوع پوه شوې چې د داعش په پراختیا کښې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په شمول د دغه هیواد ځیني حکومتي چارواکي او ارګانونه هم لاس لري، پر افغان حکومت ډیر اعتماد نه کوي او د همدې خطر له امله یې له داعش سره د مبارزې لپاره طالبانو ته مخه کړې او دغه ډله هم چې ویني له یوې خوا ورته د پاکستان لخوا پام نه کیږي او د دغه هیواد او امریکې لخوا د طالبانو ځاې داعش ډلې ته ورکول کیږي نو د خپل ژوند د دوام لپاره له روسیې سره خپله ملګرتیا غوره ګڼي.
ښاغلي غلام جیلاني ځواک زمونږ د دې پوښتنې په ځواب کښې چې که داعش د امریکې او د سیمې د ځینو هیوادونو لخوا جوړه شوې ډله ده نو پر خلاف یې د ائتلاف جوړولو فلسفه څه ده؟ وویل: د دې چارې حقیقت دا دی چې امریکې د سیمې د هیوادونو ترمینځ د نفاق په اچولو سره یولړ تضادونه رامینځته کړي دي مثلاً سعودي عربستان او ترکیې د داعش په جوړولو کښې د امریکې مرسته کړې ده چې د داعش لپاره تیل خرڅوي او دا هیوادونه یې په خلاف ائتلاف هم جوړوي او له دې حالته د امریکې اصلي هدف دا دی چې د سیمې هیوادونه د ژبې، مذهب او قومونو په اساس وویشي او پخپلو کښې یې سره ښکیل کړي او بیا ټول هیوادونه ټوټې ټوټې او په وړو وړو هیوادونو یې تقسیم کړي. که د سیمې هیوادونه په خود نه شي او د غفلت له خوبه راویښ نه شي او د امریکې له دام او لومې ونه وځي نو د سیمې امنیتي حالت به له روان وخته لا خراب شي.

Add new comment