په افغانستان کښې داعش ولې پراختیا مومی؟

د هغو رپوټونو له مخې چې په افغانستان کښې د امریکې د فوځی چارواکو په نقل سره خپریږی د دې بیانوونکی دی چې افغانستان د بحران یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو په حال کښې دے.
په افغانستان کښې د نېټو امریکائی قوماندان جنرل جان کېمبل د خبریالانو په ټول کښې وویل چې په افغانستان کښې د داعش درې زره جګړمار موجود دی. هغۀ له دې مخکې هم ویلی وو چې داعش غواړی چې د ننګرهار مرکز جلال آباد په خپل مرکز بدل کړی او بیا د ننګرهار ګاونډی ولایت یعې کنړ ته هم پراختیا پېدا کړی. باید وویل شی چې دغه دواړه ولایتونه یعنې ننګرهار او کنړ له پاکستان سره ګډې پولې لری.
د افغانستان د دفاع د وزارت سرپرست معصوم ستاکنزی هم د جنرل جان کېمبل د څرګندونو په غبرګون کښې په واضحه توګه وویل چې د طالب او داعش ډلو جګړمار د پاکستان په فوځی اډو کښې روزل کیږی. هغۀ همدارنګ وویل چې بهرنی جاسوسان غواړی چې افغانستان د ترهه ګرۍ د مرکز په توګه معرفی کړی.
اوس دا پوښتنه رامنځته کیږی چې دافغانستان د دفاع د وزارت د سرپرست لخوا څرګندونې او په پاکستان باندې لګېدلی تورونه آیا د مستنداتو له مخې دی یا له ذمه وارۍ نه غاړه خلاصول دی ځکه چې هغه هم له ترهه ګرۍ او تندلاری توب سره د مقابلې لپاره په خپل هېواد کښې په امنیتی پلانونه کښې په کمزورۍ تورن دے.
زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د کابل چاپ سرنوشت ورځپاڼې د مسئول مدیر او د کابل د پوهنتون استاد اسدا... وحیدی نظر وپوښتۀ چې په افغانستان کښې د داعش په اړه د چارې حقیقت څه دے؟ چې هغۀ په ځواب کښې وویل، د امریکائی چارواکو سیاست همدا دے چې د ترهه ګرۍ او داعش په شان مسائلوپه باره کښې په عامه توګه د نظر دوه ډوله څرګندونې کوی. کله د هغو دقیقو معلومات او اطلاعاتو په بنیاد چې د خپلو استخباراتی سرچینو لخوا یې ترلاسه کوی اعلان کوی چې څه ډول کارونه او پېښې به رامنځته کیږی.
البته د امریکائی چارواکو لخوا دغه ډول څرګندونې ډېر کم په دغه هدف سره بڼه نیسی چې ځینې کسان هغې پېښې ته متوجه کړی چې لا رامنځته شوې نه ده خو د امریکائی چارواکو د څرګندونو دویم ډول د خپلې سټراټیجۍ او پروګرام په بنیاد وړاندې کیږی چې څه ډول کولې شی لوبه مخ په وړاندې بوځی او یا څه ډول پکار دی د لوبې شکل بدل کړی.
د کابل د پوهنتون د دغه استاد د وېنا له مخې امریکایانو له دوه زره څلورم کال نه راپه دېخوا هر کال ویلی دی چې راتلونکے کال به زیات خونړے کال وی او په حقیقت کښې هم د امریکې د پروګرام په بنیاد هغه کال زیات خونړے وی او دغه شان عامه افکار د زیات خونړی حالت لپاره اماده کوی چې په دې طریقې سره د خلقو ترمېنځ رعب، ویره اووحشت رامنځته کړی او د جنرل کېمبل څرګندونو هم په دې لړ کښې بڼه نیولې ده، ځکه چې اوس خپله غواړی چې ننګرهار ولایت د داعش په اډه یا مرکز بدل کړی او له هغه ځایه کنړ، بدخشان او قندوز ولایتونو ته هم یې لمن وغزوی او غواړی دغه سیمې د داعش ترکنټرول لاندې راولی.
د کابل چاپ سرنوشت ورځپاڼې مسئول مدیر د دې پوښتنې په ځواب کښې چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعشی جګړمارو د منتقلېدو په اړه د جنرل جان کېمبل څرګندونې تر کومه حده صحیح دی وویل دا خبره په کامله توګه صحیح ده خو دغه داعشی جګړمار بهرنی او عربی نۀ دی بلکه دا هغه افغانان دی چې د امریکې لخوا د افغانستان د ځینو امنیتی ادارو په مرستې سره عراق او سوریې ته لېږل شوی وو چې هلته یوه موده د داعش ترڅنګه د تشدد، رعب او وحشت د رامنځته کولو طریقې زده کړی او اوس هم هغه افغانان افغانستان ته راستانه کړې شوی دی او د داعش په نامه فعالیت کوی او د داعش هم هغه غېر انسانی طریقې لګیا دی په افغانانو باندې عملی کوی.
د کابل د پوهنتون دغه استاد همدارنګ د دې پوښتنې په ځواب کښې چې که داعش په افغانستان کښې د امریکې پروژه وی نو بیا ولې د افغانستان د دفاع د وزارت سرپرست معصوم ستانکزے یوازې پاکستان تورنوی چې داعش او طالب جګړمار د دغه هېواد په فوځی اډو کښې روزل کیږی وویل،معصوم ستانکزے مجبور دے چې له خپلې ذمه وارۍ نه غاړه خلاصه کړی او خلقو ته په خوله کښې څه واچوی. ځکه چې امریکې ته د رښتیا ویلو جرائت نه لری. نو ځکه له پاکستانه زیات بل لنډ دېوال نه وینی. البته دا په دې معنا نه دی چې پاکستان د داعش په پروژه کښې رول نه لری.
هغۀ زیاته کړه پاکستان د امریکې د پروګرامونو اجرا کوونکے دے. د کابل د پوهنتون دغه استاد همدارنګ څرګنده کړه چې موجود اسناد ښودنه کوی چې دغه ډله چې اوس داعش بللې کیږی کلونه کلونه د امریکې لخوا جوړه کړې شوې ده او تنخواګانې هم د امریکې لخوا ترلاسه کوی او د ننګرهار ولایت شینواریان هم له دې موضوع خبر دی.
اسدا... وحیدی د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د سولې د پروسې په اړه چې ویل کیږی د پاکستان د نوې وعدې په بنیاد به زر شروع شی هم وویل چې د سولې پروسه له لوبې نه زیات څه نه دی او البته کېدې شی شی یو شمېر طالبان چې دومره څه مسئولیت نه لری د تېرې مرحلې په شان د خبرو اترو مېز ته راولی خو په مجموعی توګه به طالب ډله هیڅکله د خبرو اترو مېز ته رانولی.
د کابل د پوهنتون دغه استادپه آخر کښې وویل چې د امریکې د پروګرام له مخې راتلونکے میلادی کال به زیات خونړے وی چې دا وښئ چې د افغانستان امنیتی ځواکونه حالات نه شی کنټرولولې نو ځکه دغه هېواد اوس هم د بهرنیو ځواکونو موجودګۍ ته ضرورت لری.

Add new comment