د نیجریا په دریو کلیو باندی د بوکوحرام ترهه ګری ډلې په حمله کی لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوی
د فرانسې خبری آژانس د راپور له مخی، د نیجریا د کانو په سیمه کی؛ پر دریو کلیو باندی د بوکوحرام افراط پالی ډلې د حملو له کبله، لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوی، او نور ۲۰ کسان ژوبل شول.
همداراز د نایجریا اسلامی غورځنګ هم، پرون اعلان وکړ: د نایجریا پولیسو؛ د مظاهره چیانو په غونډی باندی په حملې سره، نور دری تنه شیعیان ووژل.
د څو تیرو کلونو راهیسی په نایجریا او د دی هیواد په ګاونډیو هیوادونو کی، د بوکوحرام د حملو له نږدی دوه میلیونه او ۶۰۰ کسان کډوال شوی، او لږترلږه ۱۷ زره خلګ وژل شوی دی .
Add new comment