امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته ۳۰ ملیونه انسانان وژلي دي

کاناډايي ګلوبل ریسرچ ویبپاڼه لیکي: امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دیرش ملیونه انسانان وژلي دي، ویبپاڼه زیاتوي : نور باید له امریکا په دې پلمه ملاتړ ونه شي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.
یاده ویبپاڼه په خپل تازه راپور کې لیکي: امریکا اوس هم لګیا ده دافغانستان او عراق په څېر کمزورو هېوادو ته سرتیري استوي، په افغانستان کې ۹۸۰۰ او په عراق کې بیا ۳۵۰۰ امریکايي سرتیري شتون لري او دجون مکین په څېر سناتوران غواړي، چې دسوریې دجګړې لپاره ۲۰ زره سرتیري واستول شي، خو له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دامریکا دا ډول نظامي مرستې او ملاتړ د نورو ولسونو لپاره خونړی ثابت شوی دی.
امریکايي ولس نورو هېوادونو ته دخپلو سرتیرو دلیږد له کبله اندېښمن دئ، امریکا تر اوسه له ۳۰ ملیونو ډېر انسانان وژلي دي، چې ۹۰٪ یی ملکي وګړي دي. له دویمې نړیوالی جګړې راوروسته تر ۲۰۰۱ م کاله پورې دنړۍ په کچه ۲۴۰ جګړې رامنځته شوې دي چی له دی جملې څخه ۲۰۱ جګړې دامریکا له لورې پیل شوې دي، له همدې نېټې وړاندې نږدې ۲۷ ملیونه انسانان وژل شوي دي، دافغانستان او عراق د وژل شویو خلګو شمیر، تر اوسه په کې نه دي حساب شوئ.

Add new comment