افغان ځواکونو کندوز ښار بېرته ونيوه

د افغان رسندویو له راپور سره سم افغان چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو نن سهار وخته د کندوز ښار بېرته نيولى دى.
درې ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو له څلورو خواوو څخه پر کندوز ښار بريدونه کړي وو او له هوايي ډګر پرته ټول ښار يې نيولى و.
د کندوز دامنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل چې افغان او ناټو ځواکونو تېره شپه په دوو بجو د ښار د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل کړي وو.
هغه زياته کړه، چې د سهار تر پنځو بجو پورې دولتي ځواکونو د کندوز ښار امنيه قومانداني، ولايت مقام ، مرکزي څلور لارى او ګڼ شمېر نور دولتي ودانۍ نيولي او اوس د نور پرمختګ په حال کې دي.
حسيني وويل چې وسلوالو مخالفينو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دمګړۍ ورته کره شمېره نه ده معلومه.
د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز د ملکي تلفاتو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نه درلودل.
په دې اړه به دې نور معلومات وروسته خپاره کړي.

Add new comment