د منا د پېښې په اړه د ايران په واضحه دريځونو د ولسمشر تاکيد
((د منا په پېښه کښې زمونږ ژبه د عواطفو، ورورولۍ او ادب ژبه ده او په لازمي ځاے کښې د ډېپلومېسۍ له ژبې څخه استفاده شوې ده او که لازم وي نو د ايران اسلامي جمهوريت به د خپل اقتدار له ژبې هم استفاده وکړي.))
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د منا په غميزه کښې د وژل شويو د پاکو جنازو د وړومبۍ ډلې د قدرونې په مراسمو کښې چې نن سهار د مهراباد په هوائي ډګر کښې ترسره شول د منا د غميزې په اړه د ايران په واضحه دريځونو او غوښتنوباندې په تاکيد سره زياته کړه، پکار دي دا خبره په ډاګه شي چې په دغې پېښه کښې څوک کسان ګرم وو او که نه او که ثابته شي چې يو شمېر ماموران په دغې پېښه کښې ګرم وو نو مونږ به په هيڅ وجه د خپلو عزيزانو له وينې تېر نۀ شوو.
د هغو ايراني حاجيانو شمېر چې د رمي جمرات په مناسکو کښې قرباني شول څلور سوه پينځۀ شپېتۀ تنه اعلان شوے دے.
د ايران د اسلامي جمهوريت تر اوسه د منا په غميزه باندې په صبر او نرمۍ او دقت سره غور کړے دے او له څه نرمۍ بغېر او په پرېکنده توګه يې د سعودي حکومت په دې پوه کړے دےچې په جدي توګه د غه غميزه د هغې د ټولو اړخونو تر څرګندېدو پورې تعقيبوي. د دغې موضوع په څېړنه کښې اصلي چاره د منا د غميزې د ټولو قربانيانو له وينې څخه دفاع ده. نو ځکه په دغه اړه بحث په هيڅ وجه د ايران او سعودي ترمېنځ مسئله نۀ ده، خو د سعودي چارواکي غواړي چې دغه مسئله له خپلې اصلي لارې څخه واړوي او په پروپېګنډو سره د مسئلې د اصلي ماجرې د پاکولو په لټه کښې دي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د ملګرو ملتود عمومي اسمبلۍ د غونډې په ترڅ کښې د منا د پېښې داصلي علتونو په باره کښې د ذمه ورانه ځواب ويلو په ځاے په رمي جمرات کښې افسوسناکه پېښه د حاجيانو د بې نظمۍ په وجه وبلله.
دا په داسې حال کښې دي چې دغې مسئلې خپل نړيوال اړخونه پېدا کړي دي او د بشري حقوقو نړيوالې ادارې هم په يوې بيانيه کښې څرګنده کړې ده چې د مشعر او منا پېښه قضا او قدر نۀ ؤ بلکې يو له کرکې ډک او بوږنوونکے جنايت او جرم دے. په دغه بيانيه کښې په دغې پېښه کښې د بې درکه شويو بحث ته په اشارې سره راغلي دي چې دغه موضوع يوه ډېره عجيبه موضوع ده ځکه چې دلته د يو تباه کوونکې زلزلې چې يو شمېر بې ګناه کسان د ملبې تر لاندې بې درکه شوي وي خبره نۀ کوو بلکې مونږ د هغو ګڼ شمېر خلقو د موضوع په اړه خبره کوو چې نتيجه يې د يو شمېر کسانو قرباني کېدل او د يو شمېر نور کسانو د زخمي کېدل دي .د بشري حقوقو نړيوالې ادارې دا پوښتنه مطرح کړه چې په سلګونو حاجيان چرته بې درکه شوي دي؟
هغه څه چې مسلم دي د بيت ا... الحرام د د تقريباً پينځو زرو حاجيانو وژل کېدل يوه ساده پېښه نه ده چې وکړې شوو د افسوس او يا تسليت د يو پېغام په ورکولو سره ترې په اسانۍ سره تېر شوو. خو د سعوديانو له دريځونو داسې معلوميږي چې له يو لړ توهماتو سره مخامخ شوي دي او دا خيال کوي چې د خپلو اقداماتو په اړه د هغوی لخوا د هر ډول توجيه د منلو وړ ده. په دې اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر بيانات هم څرګند او روښانه دي. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په خپلو وروستيو بياناتو کښې څرګنده کړه چې ايران تر اوسه په اسلامي ادب او زغم سره په اسلامي نړۍ کښې د ورورولۍ حرکت ساتلے دے خو پکار دي پوه شي چې ايران که لازمي وګڼي کولې شي په هغووسائلو او امکاناتو سره چې په اختيار کښې يې لري د ازاروونکو او موذي عناصرو په وړاندې غبرګون وښئ.
هم هغه ډول چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، ټول اسلامي ملتونه او هېوادونه پکار دي پوه شي چې ولې دغه پېښه رامنځته شوه او پکار دي مطمئن شي چې په راتلونکو کلونو کښې به د دا ډول غميزې نه رامنځته کيږي.
په همدې وجه د دې خبرې ضرورت دے چې د نړيوالو ادارو او متعلفو حقوقي مراجعو او د اسلامي هېوادونو د ګډون له لارې د حقيقت موندونکے کمېټۍ د تشکيل په ذريعې سره د منا د مسسئلې اصلي علتونه په کامله توګه په ډاګه شي.
Add new comment