امریکا خپله بشر ضد او جنایت کاره څيره یو ځل بیا نړۍ ته وښوده اوپه روغتون ېې په بمبارد کې لسګونه کسان شهیدان کړل
افغان رسنۍ وايي امریکايي الوتکو په قندوز ښار په یوه روغتون بمبارد وکړ او لسګونه ډاکتران نرسان او خلک شهیدان شول .
د کندز ولايت د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون تيره شپه امريکايانو بمبار کړی دی، چې له امله يې لسګونه ډاکټران، نرسان او ملکي ناروغان وژل شوي دي .
د کندز ولايت اوسيدونکي وايي چې په روغتون کې له ملکي خلکو او ډاکټرانو پرته نور هيڅ څوک هم نه وو، او وژل شوي هم ټول ناروغان او ډاکټران دي.
دا بمبار وروسته له هغه کيږي چې د قندوز ښار د نیولو په اړه د دولت او امریکايي ځواکونو ادعاوې غلطې ثابتې شوې او خلکو په ډاګه کړه چې په ښار طالبان واکمن دي .
د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کندز د بيرته نيولو عملياتو د پيل په وخت کې ويلي وو چې هيڅ چاته يې د خلکو د بمبار اجازه نه ده ورکړې، خو له دې هر څه سره سره هم دادی امريکايانو وښوده چې د چا خبره ورته کوم ارزښت نه لري او څه يې چې زړه وغواړي هماغسې کوي.
طالبانو رسنيو ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره د کندز په روغتون د امريکايانو بمبار په کلکو ټکو غندلی او ويلي يې دي چې ددې بريد انتقام به له امريکايانو په ښه توګه واخلي.
د ګډ حکومت مشرانو او په افغانستان کې ميشتو بهرنيانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ویل شوي تر اوسه تر ۶۰ د زیاتو کسانو چې ډاکتران نرسان او خلک په کې شامل دي وژل کیدل تائید شوي دي .
په شهیدانو کې د قندوژ ښار مشهور جراح ډاکتر احسان عثماني هم شامل دی ..
امریکا په افغانستان د برید له پيله په سلګونه ځله په ودونو جنازو کلیو او د عامو خلکو د راټولیدا په ځایونو بمبارۍ کړې چې د قتل عام بارزې بیلګې ګڼل کیږي .
Add new comment