د منا فاجعه د ایران د ملی امنیت په شورا او خارجه وزارت کی د څیړنی په حال کی ده

د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون رئیس وویل : د منا په ناورین کی د یو شمیر ایرانیو حاجیانو د وژل کیدو موضوع؛ د ملی امنیت په لوړه شورا، او خارجه وزارت کی د پیګیرۍ او څیړنی په حال کی دئ .
د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون رئیس، علاء الدین بروجردی، تیره شپه د خوزستان ولایت د د زفول په ښار کی، پخپلو ویناؤوکی زیاته کړه : په اوس حال کی هغه څه مهم دی؛ په روغه توګه ایران ته حاجیانو ستنول، او د قربانیانو د مړو منتقلول دی، او په ورسته مراحلوکی به؛ د منا فاجعی د څیړلو او تعقبیولو کار پیل شی .
بروجردی همداراز د ګډ جامع اقدام د پروګرام ( برجام ) په باره کی وویل : سبا یکشبنه؛ د برجام په رابطه کی د فیصلی کولو، او پدې هکله د اسلامی شورا د نمایندګانو د نظرونو د څرګندیدو لپاره، دوه فوریتی طرحه؛ د پارلمان علنی غونډی ته وړاندی کیږی، تر څو نمایندګان خپلی لیدتوګی اعلان کړی .
د ایران د پارلمان دغه استازی ټینګار وکړ : امرکائیان؛ له دی کبله چی د هغوی ائتلاف و نشوکړای، په سوریه کی د تکفیری او داعشی څواکونو او ترهه ګرو د ځپلو جوګه شی، نه شی کولای په سوریه کی د داعش په اډو باندی د روسیی په پوځی حملې باندی، اعتراض وکړی .

Add new comment