د غدیر نیکمرغه اختر
یا ایهاالرسول بلغ ما انزل الیک من ربک
ای رسوله ! هغه څه چې ستا د رب له لوري پرتا نازل شوې ورسوه .( مائده، ۶۷ ایت)
دا د وحي د پرښتې غږ و چې د پیغمبر اکرم (ص) په غوږ اوزړه یې ولوسته . د خدای رسول او امین حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم اندیښمن و ته وا له یو شی ویریده . هغه د اسلام د راتلونکي لپاره اندیښمن و له همدې امله یې دغه رسَول ځنډولې وو چې په یو مناسب وخت کې د خدای د غه فرمان د خلکو غوږونو ته ورسوي خو اوس د خدای استازی بیا نازل شوی و او دخدای پیغام یې راوړی و چې ای رسول هغه چې د پالونکي له لورې دې پر تا نازل شوې د خلکو غوږونونو ته ورسوه او بیا یې د جدي ګواښ په ډول دوام ورکړ چې « و ان لم تفعل فما بلغت رسالته» که دا کار دې ونه کړ نو خپل رسالت دې نه دی ترسره کړی! دنده دې نه ده پوره کړې! بیا یې د پیغمبر د ارامښت او د هغه پيغمبر د اندیښنې دختمولو لپاره چې خپل ټول و جود یې په اسلام او د خدای په دین لګولی و وفرمایل: والله یعصمک من الناس . خدای به تا د هغو کسانو له تاوانه چې ویریږې تاوان درورسوی ساتی.
د هجرت لسم کال و چې پیغمبر د حج اعلان وکړ او وې وفرمایل: څوک چې د حج وس لري برخه دې واخلي. ځکه چې د اسلام دوه مهم قانونونه لا په کامل او رسمي ډول خلکو ته نه وو اعلان شوې یو حج او بل د خلافت او له پیغمبره وروسته د هغوی د جانشینۍ مساله. له دغه عمومي اعلانه وروسته اکثره مسلمانان پر مکې ورمات شول چې د حج جزییات په خپلو سترګو له پيغمبره زده کړي د دې په ترڅ کې چې پیغمبر په ځينو اشارو کې فرمایلې وو چې سږ کال زما آخری عمر دی او همدا خبره سبب شوې وه چې کابو یو لک شل زره کسان په دغه حج کې برخه واخلی. په دغو دستورو کې پیغمبر اکرم (ص) د حج مراسم یو په بله پسې وکړل او په هر مورد کې یې دهغه واجبات او مستحبات خلکو ته بیانول .
دمنا په ټاټوبي کې پیغمبر خلکو ته مفصله خطبه ولوستله ، په دې خطبه کې یې اول د خلکو د ځان ، مال او عزت له نظره د مسلماناتو ټولنیز امنیتي ته اشاره وکړه ، بیا یې د جاهلیت په زمانه کې په ناحقه تویې شوې وینې او په ناحقه اخستل شوې مالونه وبخښل چې د خلکو له زړونو کینې وتوږل شي او د امنیت لپاره عمومي فضا برابره شي. دوی همداراز خلک له ځانه وروسته له اختلافاتو منع کړل او د ثقلینو حدیث یې ولوسته او وې فرمایل : زه په تاسو کې دوه ګرانبیه څیزونه پریږدم چې که ښه مو ټینګ کړل نو هیڅکله به ګمراه نه شئ ، دخدای کتاب او زما عترت اهل بیت.
په منا کې د تمتیا په دریمه ورځ یو ځل بیا پیغمبر امر وکړ چې خلک دې په خیف جومات کې راغونډ شي . هلته هم د خدای رسول وینا وکړه . پّه دغه خطبه کې یې د مسلمانانو د امام لپاره په عمل کې اخلاص او دلسوزۍ او له تفرقې د ډډه کولو سپارښتنه وکړه او په الهي قوانینو او حقوقو کې د ټولو مسلمانانو برابری یې اعلان کړ . بیا یې د خلافت مهمې مسالې ته اشاره وکړه او د ثقلینو حدیث یې تکرار کړ.
پیغمبر له لسو کلونو پردیسۍ وروسته خپل ښار مکې ته ستون شوی و . له همدې امله تمه کیده د حج د مراسمو له ختمیدو وروسته په مکې کې پاتې شي . خو دوي د حج له ختمیدو سملاسي وروسته خپل منادي بلال حبشي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړ ټول له مکې د وتلو لپاره حرکت وکړي . تقریبا ټولو حج کوونکو کسانو له پيغمبر سره ملګرتیا وکړه . حتی یو شمیر یمني زایرانو چې د شمال په لور روان وو پیغمبر یې پرې نښوده او له هغه حضرت سره روان وو. کله چې د کراغ الغمیم سیمې ته چې غدیر خم پکې پروت دی ورسیدل پيغمبر وفرمایل: « یا ایهاالناس اجبیوا داعی الله ، انا رسول الله / ای خلکو، ! د خدای د بلونکی بلنه ومنئ چې زه د خدای پيغام رواړونکی یم . دا خبره د یو مهم پيغام رسوونکې وه ، بیا یې د ودریدو امر وکړ . له دغه امره وروسته ټول ودریدل . کوم کسان چې مخکې تللې وو راستانه شول او ټول په غدیر خم کې کوز شول هر یو د ځان لپاره یو ځای پيدا کړ او ورو ورو کرار شول . هلته یې یې د سیمې دکاڼو او د اوښانونو او نورو سپرلیو د پالانونو په وسیله یو لوړ منبر جوړ کړ او د خلکو په مینځ کې یې کیښوده چې د وینا په وخت پیغمبر هم پر خلکو اوچت وي او هم دا چې خلک یې وویني او غږ یې واوري.
د خلکو تمه پای ته ورسیدله . اول اذان وکړی شو او خلکو د ماسپښین مونځ وکړ . بیا پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په منبر ودریده او علی ابن ابیطالب یې وغوښته او هغه ته یې امر وکړ چې د منبر لپاسه یوه پوړۍ ټیټ د پيغمبر ښیي لاس ته ودریږي. بیا پیغمبر د نړیوالو لپاره خپله رسمي خطبه پيل کړه دوی له الهی حمد وثنا وروسته وفرمایل: خدای ماته وحی کړې ده چې « ای رسوله ، هغه څه چې ستا د پالونکي له لورې پر تا نازل شوی د خلکو غوږونو ته ورسوه او که دا کار دې ونه کړ د هغه پيغام به دې نه وي رسولی! خدای به تا دهغو خلکو له تاوانه چې ویریږې تاوان درورسیږي ، ساتي !
بیا یې په داسې غږ سره چې له مینې او محبته ډک و دوام ورکړ : ای خلکو ما دهغه څه په رسولو کې چې پر ما نازل شوې کوتاهي نه ده کړې ، زه دده ایت د نزول سبب ستاسو لپاره بیانوم . جبراییل درې ځله پر ما نازل شو او د خدای له لورې یې زه مامور کړم چې تاسو ټولو ته اعلان وکړم چې علی ابن ابیطالت دزما ورور، وصي ، او زما په امت کې زما ځاستی او له ما وروسته امام دی. ای خلکو ما له جبراییله وغوښتل چې له خدایه وغواړي چې ما د دغه خبرې له رسولو معاف کړي ځکه چې د متقیانو د کمي او د منافقانو د زیاتوالي او د ککړو ګناهکارو له فسادونو او چلولونو چې په اسلام پورې ټوکې او مسخرې کوي ، خبر یم خو خدای پّه دریم ځل زه وګواښلم چې که اوس هغه څه چې تاته مې ورسول ، اعلان نه کړې نو خپل رسالت به دې نه وي ترسره کړې!
پیغمبر د غدیر د ورځې په خطبه کې له ځانه وروسته د دولسو امامانو امامت رسما اعلان کړ او وې فرمایل: ای خلکو دا آخري ځل دی چې په داسې ټول کې خبرې کوم ! نو واوروئ او اطاعت وکړئ او د خپل پالونکي د امر په وړاندې د تسلیم سر ټیټ کړئ . پوه شئ چې حلال او حرام تر دې زیات دي چې زه یې درته یو یو په ګوته کړم او در وې پیژنم . نو ځکه په یوه جمله کې وایم چې دحلالو امر کوم او له حرامو مو منعې کوم او دهغوي د وضاحت او بیان لپاره مامور شوی یم چې له تاسو بیعت واخلم . او د تعهد او تړون لاس درکړم چې هغه څه چې د حق تعالی له لورې د امیر المومنین علی او هغو امامانو په باره کې چې زما او علی له نسله به دنیا ته راځي منلې وي. او مهدی به دا مامانو قایم او د اخرت تر ورځې په حقه قضاوت کوونکی وي. بیا یې له خلکو د رسمي بیعت د اخستلو لپاره وفرمایل:
« ای خلکو تاسو تر دې زیات یئ چې یو یو ماته د بیعت لاس راکړې شئ په داسې حال کې چې دخدای په امر ماموریم چې د هر یو له خولې اعتراف واخلم چې پر مومنانو د امارت او واکمنۍ منصب مو چې د علی لپاره ټاکلی منلی دی او همداراز مامور یم چې د هغو امامانو چې زما او علی له نسله به وي د امامت او ولایت د منلو په باره کې اقرار او بیعت واخلم . اوس چې داسې ده نو ټول په یو غږ او یوه ژبه ووایئ : هغه څه چې د علی او له هغه د وروسته امامانو چې دهغه له صلبه دي د مطلقې رهبرۍ او ولایت په هکله مو د خدای له لورې مونږ ته ورسول واوریدل او پر وړاندې یې خاضع او مطیع او تسلیم او په دې چارې راضی او خوښ یوو.! اوس مونږ په زړه او روح او په ژبه او لاسونو سره د هغوی د ولایت د قبلولو په باره کې له تا سره بیعت کوو او وعده کوو چې په دغه عقیدې سره ژوند وکړو او ومرو.او تر هغه وخته چې له خاورو راپاڅول شو... نو خلکو پّه یوه خوله وویل چې :
«هو، واموریدل اور د خدای او رسول د فرمان مطابق په زړه ځان او ژبه به یې اطاعت کوو. بیا په پیغمبر او علی ورمات شول او د وی ته یې د بیعت لاس ورکړ. پیغمبر اکرم (ص) د دې لپاره چې د مسالې رسمیت له مزبوت شي او دغه ګڼ خلک وکولی شي په منظم ډول د بیعت دستورې ترسره کړي امر وکړ چې دوه خیمې دې ، یو د ځان او بله د علي لپاره تیاره کړي په دې ډول خلک ډله ډله د پیغمبر اکرم (ص) خیمې ته ورغلل او له پيغمبر سره یې بیعت وکړ او مبارکي یې ورکړه . له پيغمبره وروسته د حضرت علي خیمې ته ورغلل او له پیغمبر وروسته د امام او خلیفه په توګه یې له هغه حضرت سره بیعت وکړ او ورته یې مبارکي وویله او د امیرالمومنین په توګه به یې هغه حضرت ته سلام کاوه .
لا دغه ټول په خپل حال پاتې و چې دوباره دوحي خوږه وږمه د پيغمبر په زړه ولګیده چې:«نن مې ستاسو دین ستاسو لپاره کامل کړ او خپل نمعت مې پرتاسو بشپړ کړ او اسلام مو د دین په توګه ستاسو له پاره خوښ کړ.( مائده سوره دریم ایت)
دغه شان وه چې غدیر په بیابان کې د اوبو یو ډنډ نه بلکې د حیرت په دښته کې د باور او بصیرت په یو سمندر بدل شو چې زړونه پرې خړوب شي . د غدیر چینه د پیغمبر په زړه د وحي په باران سره ډک شو او د اسلام د دین قامت په دغه رڼې چینې کې وځلیده.
Add new comment