دسعودي عربستان رژیم په جنایتونو کښې له اسرائیلو مخکی شوی

په یمن د تیریګرو هیوادونو په جنایتونو د څارنې دمدني ائتلاف رسمي ویندوی وویل دسعودي عربستان ال سعود رژیم دیمن دبې دفاع خلکو پرضد دجنایتونو په ترسره کولو کښې له صهیونیسټ رژیم څخه مخکی شوی دی .
زمونږ خبریال وايي د مینځني ختیځ د بشري حقوقو او پراختیا موسسې مشر اوپه یمن د تیریګرو عربو هیوادونو په جنایتونو دڅارنې د مدني ائتلاف رسمي ویندوی عبدالله علاو پرون وویل هغه جنایتونه چې ال سعود رژيم یې په یمن کښې کوي هغو جنایتونه ته ورته دي چې صهیونیسټ رژيم یې دفلسطین دملت پرضد کوي .
هغه وویل سعودي عربستان په یمن کښې په تیرو اوو(۷) میاشتو بمباریو کښې د ښځو او ماشومانو په شمول کابو لس زره(۱۰۰۰۰) کسان په وینو کښې لیت پیت کړي او دغه هیواد ته یې په میلیارډونو ډالره تاوانونه هم رسولي دي او دغه جنایتونه دفلسطین دخلکو پرضد داسرائیلو جنایتونو ته ورته دي .
عبدالله علاو وویل دیمن دخلکو پرضد دسعودي عربستان جنایتونو ته په پام سره اوس ډاډمن یم دا نړیوال صهیونیسټ دی چې سعودي عربستان اداره کوي .

Add new comment