سعودی مسئولانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود پریکنده خبردارئ
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د عربستان مسئولانو ته خبردارئ ورکړ: چی په مکه مکرمه او مدینه منوره کی د لس هاؤو زرو ایرانیو حاجیانو په نسبت ډیره لږه بی احترامی، او په منا کی د قربانیانو د سپیڅلو جسدونو د منتقلولو لپاره؛ پخپلو دندو باندی عمل نه کول به؛ د ایران سخت او قهرجن غبرګون په ځان پسی ولری .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د بوشهر د امام خمینی ره د سمندری علومو په پوهنتون کی، د ایران د پوځ د افسری پوهنتونونو محصلینو د درجی د پلیټونو د ورکولو، او د لوړې په مراسموکی، د منا خواشینونکې او خونړۍ پیښی ته په اشاری سره، څرګنده کړه : د منا د فاجعی په باره کی د ایران په شمول د اسلامی هیوادونو په شتون سره، د حقیقت لټونکې کمیټی جوړیدا ضروری ده .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د منا پیښی د قربانیانو د سپیڅلو مړو په منتقلولو، او د ایرانی مسئولانو پیګیرۍ او د پیګیریو د دوام ضرورت ته په اشاری سره، زیاته کړه : پدې موضوع کی دعربستان دولت پخپلو دندو عمل نه کوی، او په ځینو مواردوکی هم، موذی ګری او زورونکی کارونه کوی .
د منا له فاجعی څخه د ۷ ورځو له تیریدو، او د لوی اختر په ورځ د بیت الله الحرام د زرګونه حاجیانو له وژل کیدو وروسته، سعودی مسئولان هماغه راز په غیر انسانی اقدامونو، او د حاجیانو د امنیت په ټینګولوکی له خپل مسئولیت څخه په تښتیدو سره، د یادی فاجعی په وړاندی ځواب ویونکی نه دی .
عربستان؛ د حج د سترو مراسمو د ترسره کیدو د اجراکونکی په توګه، د منا د پیښی په وړاندی مسئول دئ، او د سعودیانو له خوا د نورو هرډول ملامتول، او موذی ګرۍ، د هیچا له خوا د قبول وړ نه دی، او اسلامی ایران، د هغوی د ناوړه کړچار په وړاندی به، یواځی له زغم څخه کار وانخلی .
د منا له فاجعی څخه د رپوټونو، انځورونو، او د عینی شاهدانو د څرګندونو خپریدل، د رمی جمرات یا په کاڼو د شیطانانو د ویشتلو د دستوری په مدیریت، او د منا د ستری فاجعی په رامنځته کیدا کی، د سعودی مسئولانو د بی کفایتۍ ښودونکی دی؛ چی حاجیانو د تندی په حال کی، د سعودی سخت زړه مامورانو د په وړاندی خپل ځانونه له لاسه ورکړل .
د منا د ناورین ستره پیښه، چی ویل کیږی څه دپاسه ۵ زره حاجیان، د سعودی مامورانو د سترګو په وړاندی قربانیان شول، د اسلام د نړۍ په تیره بیا د ایران د ملت لپاره، ستر او غمجنونکئ مصیبت دئ . پداسی حال کی چی قرآنکریم، د خدای کور؛ امن ځای، او حج د امنیت ټاټوبئ بولی . خو د منا پیښه؛ په بشپړه توګه د قرآنکریم د دی و ینا په خلاف ده
.او د قربانی شویو کسانو د مړو سره، غیر انسانی او غیر اسلامی کړچار چی، په کانتینرونوکی ساتل کیږی، د سعودیانو د پستۍ او وقاحت لوړ حد ښیی . د منا له پیښی وروسته هم، د آل سعود بی مسئولتې، او سعودی مسئولانو شیطنت هم، کاملاً څرګند دئ، او هغوی خپل هیواد ته د قربانی شویو حاجیانو، په تیره بیا ایرانیو زیارت کونکو د مړو د منتقلولو په وړاندی خنډ ګرځی .
د ایرانیو قربانی شویو حاجیانو کورنۍ، د هغوی د سپیڅلو مړو د رارسیدو انتظار باسی، او د ایران د اسلامی جمهوریت مسئولانو، پدې زمنیه کی په ښه نیت؛ همکارۍ؛ زغم؛ او د اسلامی ادب په رعایتولو سره، د سعودیانو سره برخورد کړئ دئ .
مګر که چیری، سعودی مسئولان؛ د ایرانی قربانی شویو حاجیانو د مړو په وړاندی، خپلو غیر معمولی اوغیر انسانی کړنو او برخوردونو ته دوام ورکړی، ایران به هم لازم اقدامات غوره کړی .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له قوله ؛ ایران، تراوسه پوری د سعودیانو د ناوړه کړچار په وړاندی؛ د اسلام په نړۍ کی د ورورۍ احترام رعایت کړئ دئ، خو د ایران لاس، له زیاتو کسانو څخه لا لوړ او پورته دئ، او لازیات امکانات هم لری، او که وغواړی د زورویونکو او موذی عناصرو په وړاندی غبرګون وښیی؛ د هغوی حالات به ښه نه وی؛ او ایران به په هیڅ ډګرکی، سیال او رقیب ونه لری .
سعودی مسئولانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دغه خبرداری په هکله، په تاریخ کی ثبت شوئ مصداق او بیلګه، د ایران د مقدسی دفاع په ۸ کلنه دوره کی، د ایران برلاسئ او او برترې ده . د اته کلنی دفاع په دوره کی د ختیځ او لویدیځ سترو قدرتونو، او د سیمی هیوادونو، د عراق د معدوم ډیکتاتور( صدام )، د فاسد او خبیث عنصر او رژیم څخه ملاتړ وکړ، خو باالآخره هغوی ټولو؛ د ایران د مقاوم ملت له خوا، سپیړه وخوړله .
داسلامی انقلاب تاریخ ښیی چی ایران، د زور ویونکئ او د ظلم اوستم پلوی نه دئ، خو د زور ویونکو او د غیر انسانی کړچارونو په وړاندی، په تیره بیا په منا کی د ایران د قربانی شویو حاجیانو د سپیڅلو مړو سره د سعودیانو د بد کړچار په مقابل کی چوپتیا غوره نه کړی، او شیطنت کونکو ته به؛ نه هیریدونکئ سبق ورکړی .
هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب لارښود ټینګار وکړ : ایران د مسلمان او غیر مسلمان په شمول؛ د یو انسان حقوقو ته تیرئ نه کوی، خو که یو کس وغواړی د ایران د ملت او هیواد په حقوقو باندی تیرئ وکړی، د هغه سره به ټینګ برخورد وشی؛ او د خدای په لطف او مهربانۍ سره، د دغه برخورد توانایی هم شته، او دایران ملت مقتدر او پایداره دئ .
Add new comment