د ایراني حاجیانو د وژل کېدو په مناسبت د حماس غورځنګ تسلیت

په تهران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) استازي د منا په پېښه کې د ایراني حاجیانو په ځانګړې توګه په لبنان کې د ایران د پخواني سفیر د وژل کېدو له امله تسلیت ویلی دی.
د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز خبر ورکړی چې په ایران کې د حماس غورځنګ استازي، خالد القدومي نن د خدای د کور د ډېر شمېر مېلمنو د وژل کېدو د درد ناکې پېښې په اړه مسلمانو ملتونو، د ایران د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، د ایران دولت او ملت او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت پر ویلو سربېره ویلي، په لبنان کې د ایران پخوانی سفیر، غضنفر رکن آبادي د فلسطین او مقاومت دوست و او له همدې امله یې په بیروت کې د ایران سفارت د فلسطینیانو او د مقاومت د مشرانو لپاره پر امن کور بدل کړی و.
قدومي ویلي چې رکن آبادي فعال، د اسلامي وحدت پلوي، زړور شخصیت او د فلسطین د هیلو سخت مدافع و او دفلسطیني مبارزین او د مقاومت ډلې به مقاومت ته د هغه خدمتونه هیڅکله هم هیر نکړي.

Add new comment