د حماس چارواکو د منا د غمیزې په اړه د روښانه تحقیقاتو پر اړتیا ټینګار وکړ

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ، حماس د بهرنیو اړیکو مسوول، د منا د غمیزې او د حاجیانو د وژنې په اړه د روښانه تحقیقاتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د حماس غورځنګ د بهرنیو اړیکو مسوول، اسامه حمدان د منا په درد ناکه غمیزه کې د بیت الله الحرام د حاجیانو په ځانګړې توګه په سلګونو ایرانیو حاجیانو د وژل کېدو له امله د ایران ملت او دولت ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه چې د تحقیقاتو په پایله کې د غمیزې واقعیت او اصلي لامل چې ټول مسلمانان یې غمجن کړي دي روښانه شي تر څو په راتلونکې کې داسې پېښې تکرار نشي.

Add new comment