روسیه وايي په سوریه کې یې دداعش پر سنګرونو هوايي بریدونه کړي
د روسیې ددفاع وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې یې د داعش پر څلورو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
د رویټرز خبري آژانس دخبرله مخې، د روسیې ددفاع وزارت نن اعلان وکړ چې په سوریه کې یې د هوايي بریدونو نوی پړاو تېره شپه ترسره کړی او په دې بریدونو کې یې د استوګنې سیمو خیال ساتلی او دداعش پر څلورو مرکزونو یې بریدونه کړي دي.
Add new comment