سعودي ځواکونو د باب المندب له شاوخوا شاتګ کړی
د یمن د پوځ او ولسي ځواکونو له مقاومت وروسته، د سعودي تېريګرو ځواکونو د باب المندب له شاوخوا سیمې څخه شاتګ کړی.
د العهد خبري سایټ د خبر له مخې، د یمن پوځ او انصارالله غورځنګ اعلان کړی چې د باب المندب په مشرف سیمه د سعودي ایتلاف په برید کې، هغوی ته سخت زیانونه اوښتي او بالاخره له سیمې څخه یې شاتګ کړی دی.
خبر وايي چې یوه یمني چارواکو په دې اړه ویلي چې ددغه هېواد پوځ او ولسي ځواکونو د سعودي ایتلاف ځواکونو ۷ ټانکونه له منځه وړي دي.
د یوبل خبر له مخې د یمن پوځ او انصارالله غورځنګ د نجران په سرحدي سیمه کې د سعودي ځواکونو پر مرکزونو د توغندیو او هاوانونو بریدونه کړي خو در احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې څه ندي ویلي.
Add new comment