د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایراني حاجیانو د مړینې تسلیت ووایه
د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر د دوي لخوا د مکې مکرمې په پیښه کښې د یوشمیر ایراني زیارتوالو د مړینې په وجه د هغوي کورنیو ته تسلیت ووایه.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر حجت الاسلام والمسلمین محمد محمدي ګلپایګاني نن د معظم رهبر له اړخخه د ایراني زیارتوالو له سرپرست او د ولي فقیه له استازي حجت الاسلام والمسملین سید علي قاضي عسکر سره په ټیلیفوني تماس کښې همداشان د مکې مکرمې د پيښې د زخمیانو له وروستي حالته خبر شو.
د جمعې په مازیګر په مکه مکرمه کښې په مسجدالحرام کښې د یو کرین د نسکوریدو له امله لږترلږه ۱۰۷ زیارتوال مړه او ۲۳۸ نور ژوبل شول چې په وژل شویو کښې پنځه تنه ایراني حاجیان دي.
Add new comment