ملااخترمنصور په طالبانوکې اختلافاتو ته لمن وهي

طالبانوډلېیوشمیر قوماندانانو اود پخواني مشر ملاعمر ملاتړو د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور تورن کړی چې اختلافاتو ته لمن وهي او د ځان لپاره تبلیغات کوي.
زمونږ خبریال دخبرو افغان سرچینو له قوله راپورروکړی د ملا محمد عمر د زوی او ورور د ډلې پلوي ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډيو ته ویلي چې د ملایانو له لوري خبرې روانې دي او په لنډ راتلونکي کې به ملا منصور تجرید شي:
ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو تر مینځ د اختلافاتو خبره په داسې وخت کې کوي چې د راپورونو له مخې د طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمدمنصور خپل استازی قطر ته لېږلی؛ څو هلته د طالبانو نور استازي وهڅوي چې د ده بيعت وکړي.
د رويټرز خبري اژانس هم راپور ودکړی د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور خپل استازی ملا جليل قطر ته لېږلی چې هلته د طالبانو له غړيو غوښتنه وکړي څو د مخالفې ډلې يعنې، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د ورور او زوی پر ځای دې د ملا منصور ملاتړ وکړي.
ملا عبدالمنان دا خبر رد کړی او ویې ویل:طالبان په قطر کې سياسي دفتر لري او اکثره وختونه په متحده عربي اماراتو کې له ډیپلوماټانو سره په غير رسمي توګه ويني او خبرې کوي.
په قطر کې اوسیدونکو طالبانو تر اوسه ملا منصور د طالبانو د مشر په توګه نه دی منلی؛ خو د دې ډلې د مشرۍ لپاره يې بل سيال کس هم نه دی ټاکلی.

Add new comment