د داعش ۴۰۰۰ جنګیالي د کډوالو په نوم اروپا ته رسیدلي دي

داعش دا ځل په یوه بېساري ډول خپل ۴۰۰۰ جنګیالي دګډوالو په نوم اروپا ته استولي دي، داعش دا ځل دګډوالۍ له ستونزې هم ګټه پورته کړې ده او خپل جنګیالي یې اروپايي هېوادو ته لیږدولي دي.
سنډې اکسپریس برتانوۍ ورځپاڼه په داعش کې دیوې سرچینې له خولې لیکي: اروپا ته دجنګیالیو دلیږد پروسه په بریالۍ توګه بشپړ شوه.
سرچینه وايي : زموږ جنګیالي دترکیي په ازمیر او میرسین سمندري بندرونو کې دسوریې له ګډوالو سره یو ځای شول او له هغه ځایه ایټالیې ته اوښتي دي او له هغه ځایه بیا له پروګرام سره نورو اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه المان او سویډن ته رسیدلي دي.
ورځپاڼه لیکي: دا مالومات دوو سیمه ییزو کسانو، چې دانساني قاچاق په برخه کې له پخوا څخه ښکیل دي کره کړي دي یو یې ورځپاڼې ته ویلي دي: له لسو څخه ډېرو جنګیالیو سره مې مرسته کړې ده، چې اروپا ته ورسیږي.
د داعش سرچینه ورځپاڼې ته وايي : اروپا ته دجنګیالیو لیږد دهغو هوايي بریدونو کسات او انتقام دی،چې دامریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف زموږ پر سنګرونو کړي دي، موږ یوازې په سوریه کې اسلامي خلافت نه غواړو ، بلکې ټوله نړۍ زموږ موخه ده.
په داعش کې دورځپاڼې سرچینه وايي : زموږ دبریدونو نښه به لویدیز حکومتونه وي نه ملکي وګړي.

Add new comment