صهونیسټ رژيم، د جینوا د کنونشن خلاف ورزي کونکی(۲)
پر دې سربیره ، دمناسبو خوړو او رڼا نه شتون ، بد اقتصادي، روغتیائي وضعیَت هم داسرائیلو په بندونو کې دفلسطنیانو د حقوقو دخلاف ورزیو نور موردونه دي . داپه داسې حال کې دي چې د دغه نړیوال تړون په ۲۲مادې کې راغلي دي ،جنګي بندیان په ناسالمو سیمو او یا هغو ساحو کې چې دهغوي لپاره ئې آب وهوا تاواني وي نشي بندی کیدلی او دغه راز دجنګي بندیانو لپاره باید مناسب خواړه او قالي په نظر کې ونیول شي .
دغه غیرانساني چلندونه دفلسطینیو بندیانو دحقوقو او دبشری حقوقو څرګندې خلاف ورزۍ دي چې له کوم دلیل پرته له نیواکي ټاټوبو تښتول او نیول کیږي او دغه راز بیا داسرائيلو بندونو ته منتقلول کیږي .
ډیر فلسطیني بندیان هم په نامعلومو تورونو او بې مورده علتونو تر اوږدې مودې لپاره په بندونو کې ساتل کییږي او په ډيرو بوږنونکو شرائطو کې ژوند تیروي .
دا اقدام هم دجینوا د کنونشن د۷۸مادې خلاف ورزي ده .
پر دې سربیره،فلسطینی بندیان داسرائيلي بندساتونکو له خوا له ډول ډول شکنجو او بدچلنیو سره مخامخ دي . دجینوا دکنونشن په ۱۳مادې کې دبندیانو په ضد دغیر انساني او ځيږو چلندونو پر منع کیدا ټينګار شوی دی او راغلي دي ،له جنګي بندیانوسره باید هروخت ښه چلند وشي او د نیونکو حکومتونو له خوا هرناروا عمل او لټي چې دجنګي بندیانو دمړینې لامل کیږي یا دهغو سلامتیا له خطرې سره مخامخ کوي ، منع دي او ددغه تړون دمهمو خلاف ورزیو په حکم کې شاملیږي .
صهونیسټ رژیم له ۱۹۹۱کاله او دملګروملتو د تاؤتریخوالي ضد کنونشن له منلو سره سره تر وروستیو پورې کابو یو سل څلور فلسطیني بندیان شهیدان کړي دي .
دفلسطین دبشری حقوقو او بندیانو دملاتړ ادارې په همداوروستیو کې له ۱۹۹۱کال راهسې یعني دملګروملتو دتاؤتریخوالي ضد کنونشن سره د اسرائيلو دیو ځاي کیدا له وخته دصهونیسټ رژیم په بندونو کې د ۱۰۴ فلسطنیو بندیانو دشهیدیدو خبر ورکړی او ویلی ئې دي په دغه شمیر کې کابو ۵۴بندیانو دنیول کیدو په وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۷ نور هم دطبي لټیو په خاطر او یا دطبی امکاناتو دکمښت اونه شتون له امله شهیدان شوي دي .
ددې په ترڅ کې چې ۲۳نور بندیان دسختو شکنجو له امله شهیدان شوي دي .
د صهونیسټ رژیم سترې محکمې دفلسطنیو بندیانو دشکنجې د مسودې په تصویبولو او دقانون په نامې سره د ۱۹۹۰لسیزې کې د فلسطنینو بندیانو دشکنجې مجوز صادر کړی دی . پر دې اساس هم د اسرائيلو سترې محکمې ددغه سپیره رژیم داخلی امنیتي ادارې :شاباک: ته اجازه وکړې دفلسطینیو بندیانو په ضد دې هرډول شکنجې وکاروي .
د ۲۰۱۵ کال په جولائي کې هم دصهونیسټ رژیم پارلیمان داسرائيلو سترې محکمې ،اود دغه رژيم حکومتي کابینې د هغو فلسطنیو بندیانو چې لوږتړ ئې کړی وي ، په اجباري ډول دخوړو ورکولو مسودې تصویب او تائيد کړې او په دغه اقدام سره ئې دجینواکنونشن ترپښو لاندې کړی دی او په نیواکي ټاټوبو کې ئې دفلسطین دخلکو دحقوقو دخوندي ساتلو په باب دنړیوال سسټم محکومیتونو باندې سترګې پټې کړي دي ..
دصهونیسټ رژيم پارلیمان کنسټ نوی قانون ، دبندیانو دحقوقو له ملاتړ سره داړونده دجنیوا ددریم او څلورم کنونشنونو د مادو او هم د بشری حقوقو دنړیوالو ادارو له قوانینو او مقرراتو سره په توپیر کې دی .
دملګروملتو دبشری حقوقو دفتر ، دروغتیانړیوالې ادارې ، او په مینځني ختیځ کې د سولې دبهیر ځانګړي غږملونکی دفتر د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو او دفلسطینیو بندیانو داجباري تغذئې په قانون باندې په اعتراض کولو سره ویلی دي د اجباري تغذئې قانون ، دبشری حقوقو خلاف ورزي او یوه انسان ضدکړنه ده چې بندیان ئې دمرګ ترخولې وروستلي دي .
داجباری خوړو ورکولو قانون،داسرائیلو په بندونو کې دفلسطینیو بندیانو سلامتیا له خطرې او همداراز دوي له داسې شرائطوسره چې له شکنجې کم نه دي مخامخ کوي
داسرائیلي بند ساتونکو دغه اقدام دهغو بندیانو په ضد ترسره کیږي چې داسرائیلو دبندونو په ډیرو بوږنونکو حالاتو په اعتراض کې لوږتړ کوي . دملګروملتو دبشری حقوقو دفتر په ځلونو داسرائیلي چارواکو باندې په اعتراضونو کې ویلی دي ، لوږتړ یوه سوله ایزه اعتراضیه روده ده او دغه روده دبشری حقوقو یو رکن حسابیږي .
په تیرې لسیزې کې په زرګونو فلسطنیانو دنړیوالو غوږونو ته دخپلو اعتراضونو درسولو لپاره لوږتړونو ته مخه کړې ده څو نړۍ داسرائيلي بندونو بوږنونکو اوساډوبۍ وضعیت ته متوجه کړي .
په مقابل کې هم صهونیسټ رژیم فلسطنیو بندیاتوته په اجباري ډول د خوړو ورکولو ته په مخه کولو سره دهغوي دچغو دغلي کولو هڅه کوي .
دفلسطین دبندیانو دمطالعاتو د مرکز په وینا،دبندیانو داجباري تغزئې دقانون تصویبیدا،دفلسطنیو بندیانو دځپلو اووژلو یوه نوي مرحله ده،دفلسطینیو بندیانو د اجباري تغزئې څرنګوالی هم ډیر اندیښمنونکی اوخواشینونکی دی . اسرائیلو چارواکو دفلسطنیانو د د لوږتړ دنړیوال انعکاس دمخنیوي لپاره،په ځينو موردونو کې دانرژۍ د ګولیو او دغه راز د ګلوکوزو په زوره د ورکولو په وسیله فلسطینی بندیان په اجباري ډول خوړو ته اړباسل کیږی چې بندیان له زیات شمیر مشکلاتو او ناروغیو سره مخامخ کوي .
دفلسطین دروغتون دمعدې دبرخې مشرحسام نادي دبندیانو اجباري تغزئې دڅرنګوالی په باب ویلی دي، دغه اقدام دسترو پلاسټیکي پایپ څخه په استفادې سره دمعدې له لارې په پیچکاری کولو سره له غیر سټانډرډ رودو سره ترسره کیږي او د بندیانو دسږو د پړسوب لامل کیږي .
په ډيرو موردونو کې دا احتمال هم شته چې خوراکی مواد دمعدې په ځاي دتنفسي نالۍ له لارې داخل شي او دفلسطنی بندي دمرۍ دبندیدو لامل کیږي . حسام نادي دغه راز دبندیانو د اجباري تغزئې یوې بلې رودې ته په اشارې سره ویلی دي ،دبندیانو داجباري تغزئې یوه بله روده معدې ته دپوزې له لارې دپلاسټیکي نالیو په وسیله دخوراکي موادو تذریق کول دي چې دمعدي دشلیدو لامل کیدلی شي .
بندیانو ته په اجباري ډول دخوراک دورکولو یوه بله روده د لوږتړکونکي بندي په رګونو کې دمایعاتو پیچکاري کول دي چې دوینو دګردش په تیره بیا دپوټاشیم اوسوډیم دګردش په انډول کې دخار پار اچولو لامل کیږي او د ناروغه بندي ژوندله خطرې سره مخامخ کوي .
پردې سربیره،اجباري تغزيه دلوږتړ کونکي بندي په ډول ډول ویروسونو دککړیدا او دمعدې دپړسوب او التهاب لامل کیږي او د بندیانو سلامتیا له سختو خطرو سره مخامخ کوي .
دصهونیسټ رژيم په بندونو کې فلسطنیو بندیانو ته په اجباري ډول د خوړو ورکولو تاریخچه هماغه ۱۹۸۰کال ته ورګرځي . په دغه کال کې د شیهد عبدالقادر ابوفحم ،شیهد راسم حلاوه او شهید علی جعبري په نامو سره درې لوږتړکونکي بندیان په زوره خوراک ته مجبوره کړائ شول چې دهغوي د مرۍ دبندیدو او د درو واړو د شهیدیدو لامل شول او اسرائیل په هغه وخت کې ددغه پلان ځنډولو ته مجبوره شول .
د فلسطنیو بندیانو داجباري تغزئې دقانون تصویبیدا د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دفلسطینیو خلکو په ضد دجنګي جنایاتو دیوې نوي مرحلې پیلامه ده .ددغه نوي قانون له تصویبولو موخه ،له بندیانو او د لوږتړ وسلې سره مقابله ده چې کارندوالی ئې ثابت شوی او فلسطنیو بندیانو ته ئې ستر بریالیتوبونه په نصیب کړي دي . .
په تیرې لسیزې کې دفلسطنیو بندیانو لوږتړ او دهغه نړیوال انعکاس صهونیسټ رژيم دډيرو بندیانو په تیره بیا دلوږتړکونکو،ناروغو ماشومانو اوښځينه فلسطنیو بندیانو آزادولو ته اړباسلی دی .
د بندیانو لوږتړ دصهونیست رژیم په وسیله دهغوفلسطنیوبندیانو د ډيرو زبیښل شویو حقوقو دبیرته ګرځولو زمینه جوړونکی شوی چې د فلسطین دنیواک په تیرو شپږو لسیزو کې په وطن کې دژوند له مسلم حقه محروم شوي دي
Add new comment