صهونیسټ رژيم، د جینوا د کنونشن خلاف ورزي کونکی(۱)
په شلمې پيړۍکې ددوهم نړیوال جنګ رامینځّةکیدا او د لودیځي استعمارګرو په وسیله دهیوادونو نیواک،نړۍ دې ته اړباسلې څو دبشری حقوقو او په تیره بیا دجنګي بندیانو دحقوقو دفاع کونکو قوانینو په تصویبولو سره په دې باب څه لاره چاره ولټوي .
په نړیوالو مصوبو کې دجینوا څلورګوڼه کنونشن ، دسویس په جینوا کې د ۱۹۴۹ کال مصوبې . په دې لاره کې ځانګړی ګام ؤ چې نړۍ ورځيني په ملاتړ سره،دنیواک په وخت کې دملتونو او جنګي بندیانو پر حقوقو د تائيد ټپه ووهله .
دجینوا کنونشن یا دجینوا تړون ، یو انسان دوسته تړون دی چې دجنګ د وخت او دنیواک دشرائطو لپاره وضع شوی دی .
دملتونو د حقوقو په چورلیزي متن کې د دغه کنونشن درول په تعریف کې ذکر شوي دي چې ، ددغه کنونشن مادې باید دجنګ په وخت کې ، د جنګي سیمو دغیر پوځي اوسیدونکو د حقوقو تضمینونکی شي او د ژوند لپاره دهغوي د دمسلمو حقوقو دې ملاتړ وشي . دجینوا کنونشن همداراز لاسلیک کونکي هیوادونه پابندکړي دي چې جنګي بندیان، ناروغان او ټپيان ، دطبی برخې کارکونکي امبولانسونه او روغتونونه دې دخپلو حملو له شره خوندي وساتي او پر دوي دې حملې نه کوي .
پر دې سربیره ، له جنګي بندیانو سره دچلند په باب هم په دغه کنونشن کې ډير ځانګړي مقررات ذکر شوي دي او نیواکګر هیواد ئې ددغو مقرراتو او قوانینو رعایتولو ته پابند کړي دي . صهونیسټ رژيم چې د جینوا کنونش یو لاسلیک کونکی دی ، دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دبشری حقوقو خورا ستر خلاف ورزي کونکی رژیم دی. اسرائيل دنړیوالو ژمنو،موافقو او حقوقو او حتی دفلسطین ترنیواک لاندې دسیمو له خلکو سره په دوه اړخیزو تړونونو کې پخپلو ژمنو باندې په سترګو پټولو کې زاړه او تورتمه مخنینه لري . دبشری حقوقو نړیوالې ټولنې ، په نیواکي فلسطیني ټاټوبو کې دصهونیسټ رژیم غیر ا نساني کړچار محکوم کوي او له فلسطنیو بندیانو سره په چلند کې داسرائيلو درّوئې دبدلولو غوښتنه کوي ،خو دغه نیواکګر او وحشي رژيم تل دغو نړیوالو محکومیّتونو او غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي
دفلسطینیانو دحیات یا ژوند دحق خلاف ورزي ،دغزې تړانګې کلابندي ، دښآرګوټو جوړول ، دقدس یهودي کولو دسیسه ، دټاټوبو مصادره کول ،کورونو ورانول ، دښځو او ماشومانو دحقوقو خلاف ورزي ، دنیواکي ټاټوبو دطبیعي سرچینو چورتالان اونغرل او د کلائي په جوړولو کې توکمپال سیاست او دلوږتړونو په وخت بندیانو ته په اجباري ډول دخوړو ورکول داسرائیلو په وسیله دجینوا دڅلورو واړو کنونشونو او نړیوالو تړونونو په ښکاره خلاف ورزیو کې شامل دي .
دفلسطنینو بندیانو وضعیت او په تیره بیا په تیرې یوې لسیزې کې د صهونیسټ رژيم دبندساتونکو له خوا دهغوي دحقوقو ښکاره خلاف ورزیو ددغه وحشي رژیم په بندونو کې اندیښمنونکي او بوږنونکي شرائط رامینځةکړي دي چې نړۍ په ځلونو په دې باب خبرداري ورکړي دي او اسرائیلو دبشری ضد اقداماتو په دوام کې چې دفلسطینیو بندیانو دمړینې او یا دمعذورکیدا لامل کیږي ، محکوم کړي دي .
دبندیانو لومړنیو حقوقو ته داسرائيلو بې پامۍاو بې پروائۍ بندیان اوږدمهاله لوږتړ ته مجبوره کړي او د مرګ ترحده ئې رسولي دي . وهل ټکول،شکنجې،په سلولونوکې ساتل،دفلسطنینو بندیانو دحقوقو د هغو خلاف ورزیو ځيني برخې دي چې د جینوا دکنونشن په خلاف ورزیو کې شاملیږي .
دبندیانو پّه سلولونو دوامدارې حملې،بې مورده او پرله پسې پلټنې ، شخصي سلولونو او نورو بندونو ته دبندیانو له توجیه پرته منتقلول ، د بندیانو په متروکو سره وهل ټکولو لپاره له ځينو آوزارونو استفاده ، د اوښلن ګیسونو کارول او په سلولونو کې دوحشي سپیو ورپریښودل نور هغه جنایتونه او سپيره اقدامات دي چې داسرائیلو په بندونو کې فلسطیني بندیان ورسره مخامخ دي .
Add new comment