دامریکا الوتکې دافغانستان په ګومل کښې دپاکستان دطالبانو پینځلس غړي ووژل
(ټی وی شیعه) د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(ISI) چارواکو وویل دامریکا بې پایلوټه الوتکې په تیرې چهارشنبې ورځ دافغانستان په ګومل سیمه کښې دپاکستان دطالبانو ډلې کابو پینځلس (۱۵)غړي ووژل .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(ISI) دریو(۳) چارواکو دافغانستان په ګومل سیمه کښې چې د پاکستان له جنوبي وزیرستان سیمې سره سرحد لري دامریکا دچهارشنبې ورځې حمله تائید کړه .
دپاکستان داستخباراتي ادارې یوه چارواکي وویل دپینځلسو(۱۵) وسله والو کسانو مړي به زر ډیره اسماعیل خان ته واستول شي .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(ISI) دغو دریو چارواکو تائید کړه چې پینځلس وژل شوي کسان دطالبانو د ګنډاپور ډلې چې مشرۍ یې ملا فضل الله کوي غړي دي .
Add new comment